غزل
زما جانانه بې وفا شوې زه دې پرېښودمه
چې رانه لاړلې جدا شوې زه دې پرېښودمه
داستا په سترګو کې خو ما وفا وفا ليدله
روان په لاره د جفا شوې زه دې پرېښودمه
ماوې د ژوند دلارې مل د ژوند ملګرى مې يې
د رقيب څنګ کې په خندا شوې زه دې پرېښودمه
ها ستا مسکي مسکي کاته خو بې اثره نه وه
ته د مسکا نه په ژړا شوې زه دې پرېښودمه
همکاره صبر شه نور ځېل ورپسې مکوه اوس
اول زما وې د بل چا شوې زه دې پرېښودمه
28.05.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :hamrazد راليږونکي پته :jananmeliwanide@yahoo.comنيټه : 24-05-2008
غزل
همراز
پام کوه دزور خبرې مه کوهدلته دې دکور خبرې مه کوهڅوک به دې په سرسرباندي ووليماته دپېغورخبرې مه کوهښه په رضاووځه! پښې دې سپکې کړهماسره دزورخبرې مه کوهته خوله چوکاټه ځينې ووتېبس دى زياتې نورخبرې مه کوهتانوڅنګه بياخوله وازه کړې ده توره مخ دې تورخبرې مه کوهکمه دي قانون کې دې د ورورحقوقته کافردو...
29.05.2008
- نصرت الهام
د ښونکي ورځ
ارش ننگيال
لکه د ختر ورځ چې راروانه وي، داسې خوشاله و، چې ټوله ورځ او ان د شپې تر نيمايي يې له خپلې ځوانې کونډې مور سره د ښونکي د ورځې په هکله خبرې وکولې، که څه هم چې لس دولس ورځې ورته پاتې وې خو فواد ورته ډېر په تلو سه کې و. فواد د مورمشر او يواځينی ځوى و چې له پلار نه يو کلن پاتې شوی و. د کارته نو د غونډۍ په سريې په يو زوړ کور کې ژوند کا وه ....