راليږونکی :hamraz
د راليږونکي پته :jananmeliwanide@yahoo.com
نيټه : 24-05-2008

غزل

همراز


پام کوه دزور خبرې مه کوه
دلته دې دکور خبرې مه کوه
څوک به دې په سرسرباندي وولي
ماته دپېغورخبرې مه کوه
ښه په رضاووځه! پښې دې سپکې کړه
ماسره دزورخبرې مه کوه
ته خوله چوکاټه ځينې ووتې
بس دى زياتې نورخبرې مه کوه
تانوڅنګه بياخوله وازه کړې ده 
توره مخ دې تورخبرې مه کوه
کمه دي قانون کې دې د ورورحقوق
ته کافردورورخبرې مه کوه
نور خو دهمراز زړه پړسېدلى دى
دۀ ته ددې لور خبرې مه کوه