راليږونکی :هجرت الله اختيار
د راليږونکي پته :ekhtyar_yar@yahoo.com
نيټه : 20-05-2008


غزل
نن تصوير ته ايېنه مهمه نه ده
نن مهمه رابطه مهمه نه ده
ځه پرېږده يې دېوالونه دې جوړېږي
ځه پرېږده يې دروازه مهمه نه ده
سمندر چې درته ټول شي بې اهميته
ساحل څه كوې څپه مهمه نه ده
موږه دواړه قاتلان د زمانې يوو
تاته ورځ او ماته شپه مهمه نه ده
زه رانغلمه و جود مې درته راووړ
تا به ويلې چې جامه مهمه نه ده
نور لفظونو معناګانې كړې بدلې
نور مهم (( زه)) يم (( هغه )) مهمه نه ده