لنډه کيسه :مالګينه کافي !!

 ژباړه :  حامد بابر امين زى

 

هغه يې په يو واده کې وليده ، ډېر ه  ښکلې وه ، هغه پرې مين شو او هيله يې درلوده چې ځان ورنږدې کړي.
دواده له ميلمستيا وروسته  يې ترڅنګ ودرېد له روغ بړ روسته يې ورته وويل :
- که امکان ولري چې سره په يو ښکلي رستورانت کې يوه شېپه کښېنو او يو ګيلاس کافي سره يوځاى وڅښو ، دده په ادبناکه ست هغه ډېره خوشحاله شوه او له ده سره يې ژمنه وکړه چې ضرور به يو ځاى کافي څښو .

دوعدې نېټه راورسېده او دواړه يو رستورانت ته ولاړل چې ديوې شېبې لپاره سره کښېني ، هلک زيات وارخطا برېښېده فکر يې کاوه چې دخبرو لپاره  څه موضوع راپيدا کړي ، دهغې سره هم څه خاصه موضوع نه وه چې سره شريکه کړې يې واى ، تر يوڅه وخته چوپتيا خوره وه او داسې برېښېدل لکه له يو بل نه چې دتلو اجازه اخلي ، په همدې کې کافي راغله او دواړه مصروف شول ، هلک په هوټلي غږ وکړ او مالګه يې ترې راوغوښته او په کافي کې يې دمالګې داچولو وويل ، په رستورانت کې ټول خلک حيران شول او ټولو په يووار دده په لور وکتل ، ټولو وويل : عجيبه ده په کافي کې مالګه .
ددې خبرې په کولو دده مخ هم له شرمه سور شو ؛ خو بيا يې هم خپل وار خطا نه کړ مالګه يې په کافي کې ځانته واچوله او په څښلو يې پېل وکړ ، هغې په حيرانۍ ترې وپوښتل :
- داستا څرنګه عادت دى چې په کافي کې مالګه اچوې ؟
هغه سمدستي ورغبرګه کړه :
- کله چې زه ماشوم وم په يو داسې کلي کې اوسېدلو چې دسيند سره نږدې و ، دهغې سيند اوبه تروې وې ، مابه په هغې اوبوکې له خپلو همزولو سره لوبې کولې .؛ نو کله چې زه په کافي کې مالګه اچوم ماته هغه سيند راپه زړه کېږي او هغه دماشومتوب رنګينې شېبې مې مخې مخې ته کېږي ، زه له دې خيالونو خوند اخلم او ښه راباندې لګېږي ، زما دخپل کلي سره ډېره مينه ده تر اوسه مې مور او پلار هملته اوسېږي .
اوښکې په سترګو کې ډنډ شوې  ، او لاسونه يې مخې ته ونيول ، نجلۍ ته داټولې خبرې په زړه پورې وې خوند يې ترې واخيست او دفضاء دبدلولو لپاره ورته په شونډو کې مسکۍ شوه ، دخپل ماشومتوب کيسې يې وکړې  دخپلې کورنۍ په هکله وغږېده ، دواړو ډېرې خبرې سره شريکې کړې او دبيا ليدو لپاره يې سره نېټه وټاکله .
مياشتې يې ديو بل سره په ليدلو تېره کړه ، يوبل ته ډېرسره نږدې شول ، نجلۍ فکر وکړ چې داسې مينه ناک او زړه سوانده انسان بل نشي پيداکولى هماغه و چې دواړو سره واده وکړ .
دواړو خوښ ژوند درلود او ديوبل نه راضي و ، هغې به هره ورځ ده  ته دده دخوښې کافي جوړوله او تل به يې ورته په کافي کې مالګه اچوله ، ده به هم په خوند ،خوند ترستوني تېروله .
څلوېښت کاله وروسته  سړى مړ شو ، خو هغه يوليک دخپلې مېرمنې په نوم پرېيښى و .
ليک په لاندې کرښو کې لوستلى شئ .
زما زړه ته نږدې ، زما مينې ، ماوبښه !! زه دهغې دروغو بښنه غواړم چې په ټول ژوند کې يانې څلوېښت کاله کې مې يودروغ درته ويلي دي ، زه په هغې ډېر پښېمانه يم ، زه دهغې ورځې خبره کوم په کومه ورځ ، چې ما او تا دلومړي ځل لپاره په يوه رستورانت کې ناسته درلوده ، هغه مهال ما د هوټلي نه بوره غوښتله خو  خولې ته مې مالګه راغله ، بيا مې تاته دروغ وويل چې زه په کافي کې مالګه اچوم ، هغه رښتيا داسې نه وه او کله مې چې له تاسره واده وکړ نو مانه غوښتل چې زه تاته دروغجن ښکاره شم ، ځکه خو مې دادومره عمر ستاله لاسه مالګينې کافيانې وڅښلې ، اوس که ته زما له مرګه وروسته دغه ليک لولې نو هيله کوم چې بښنه به راته کوې .
که رښتيا راباندې وايې ما به دزړه په زور مالګينه کافي څښله ؛خو ته مې نه شوې خفه کولاى داهغه رښتيا دي چې ما يې دويلو جرئت په ژوند ونه شو کړلاى ، کېداى شي څو شېبې وروسته له دې جهانه دتل لپاره سترګې پټې کړم ؛خو دا له تاسره ژمنه کوم که چېرته زه بيا دې نړۍ ته راشم نو هرو مرو به تاپيداکوم او بيا به له تاسره يو ځاى ژوند کوم ؛ خو داهم بايد وويام چې بيا به هم ستا دلاس جوړې شوې مالګينې کافيانې څښم .