او تا هم کډه وکړه

د ښکلا له چم نه لرې
یو پردي کلي ته لاړې
د بدرنگو همسایه شوې
ته پوهیږې هلته څه دي؟
هلته ښکلي دي بې قدره
هلته مینې ته وخت نشته
هلته زړه له کاڼو کلک وي
خلک غم ته په چک چک وي
هلته ژوند هم یوه لوبه
هلته مرگ هم یوه لوبه
هلته هیڅ فلسفه نشته
هلته سترې ښکلاگانې
تل د خاورې نذرانه شي
بس دا وېره راسره ده !
نه چی ستا دا  اداگانې
کوم بدرنگ ته بهانه شي

یحیی یعقوبی