رڼا چې مسته شي، رنګارنګونه شي
خاوره چې مسته شي، سره سره ګلونه شي
رباب چې مست شي، ژوندى شي ساه واخلي
شرنګ کې بڅري نولي ، رنګ يې رڼا واخلي
عاشق چې مست شي، څاڅکى د نور شي
يومستانه ارمان، ډوب په سرور شي
دعا چې مسته شي، هله قبوله شي
سجده چې مسته شي، خودي بې سوله شي
ګمان چې مست شي، ارمان ترې جوړ شي
ارمان چې مست شي، جانان ترې جوړشي
ژوندون چې مست شي، روښانه خوب شي
مينه چې مسته شي، نو لېونتوب شي
اوږۍ چې مسته شي، نوسره کوکۍ شي
حورې چې مستې شي، نو جينکۍ شي
د کړشپ خان مستي ، پرخه د اوړي
لکه موسىٰ جوړوي ښامار د پړي
چې حاجي ګل مست شي، نو سترګې تورې کي
لکه سنډا له چې څوک، نکريزې پورې کي
مستۍ کې شته دى مزه خو ، کله کله
دې په شرابو مينځه ږيره بمبله
غني چې مست شي، سر په سجده کېږدي
له خندا ډکې سترګې، يار ته صدقه کېږدي