( تربيت ) مجله مو ليدلې ؟

دښوونې د وزارت له خوا خپرېدونکې د (تربيت) مجله د ټول هېواد استازيتوب نه کوي .
په دې مجله کې چې ډېر په ښه ثقافت چاپ شوې ده، په سلو کې لس هم پښتو نشته او کومه چې شته هغه هم ډېرې املايي او تخنيکي ستونځې لري . ځينې مطالب خو يې بيخي د ګټې اخستنې وړ نه دي او دا په داسې حال کې ده چې ددې مجلې لپاره د ښوونې د وزارت لخوا ځانګړى رياست جوړ شوى او ګمارل شوى دى ، ددې رياست نه جدي هيله لرو چې په پښتو ملنډې ونه وهي او په دې برخه کې مسلکي کسان وګماري .
په دې مجله کې يواځې اته سرليکونه پښتو دي نور د وزير د پيغام د شعرونو او د ټوکو د برخې په شمول ٤٤ مطالب په فارسي دي ، هيڅوک به داسې فکر ونه کړي چې دا د افغانستان د اسلامي دولت د ښوونې د وزارت لخوا چاپ شوې مجله ده بلکه داسې فکر به کوي چې په تهران کې د ايراني ماشومانو لپاره چاپ شوې ده .
د پښتۍ دواړه مخونه يې هم بې پښتودي ، زمونږ موخه د پښتو او فارسي د مطالبو و زياتوالي او کموالي نه نه ده بلکې ددې مجلې د لاښه والي لپاره بايد دا خبرې په پام کې ونيول شي، که نه نو د ډېرو نورو بې مانا او بې ګټې پروژو غوندې دا هم يو نمايشي او بې ګټې کار دى .
نه پوهېږم چې ښاغلى وزير صيب له مجلې نه خبر دى که نه، ددې مجلې دچاپ لپاه يې رياست پخله جوړ کړى دى خو له کاره يې نه دى خبر ، نو د ښاغلي اتمر نه هم ډېره جدي غوښتنه همدا ده چې د مجلې پوښتنه وکړي او پرې نږدي چې د معيار له کچې پرېوځي، د پوهنې په وزارت ټول ماشومان حق لري .

http://www.moe.gov.af/

په درناوي

تاسې خپل نظر پرې وليکئ .