راليږونکی :محب الله الله يار
د راليږونکي پته :wrakht_olf2@yahoo.com
نيټه : 03-05-2008
غزل
راځئ ملګرو له دې ښاره وځو
پټ د يو څه مودې لپاره و ځو
هسې نه پاتې شو دې نورو غوندې
بيا خو د خپل ځان له ا خيتاره وځو
مظلوم بدن مو هېڅ ملهم نه لري
څړيكې د درد يو له پرهاره وځو
پرې چې مطرب راسره وژړېږي
د غم نغمې يو له سيتاره وځو
كه چا د ننګ ټپو ته پرېنښودو
غلي په بېړه له بنډاره وځو
له كلي سرې لښكرې تاوې شولې
اوس به په كومه الله ياره وځو
ورور جانه زما او د الله يار صېب سلامونه ومنه، الله يار مې خوږ ملګرى دى، دا يو غزل مې يې درواستوه هيله ده په بلاك كې دې يې په ليكه كړې.
په د رنښت
اختيار
04.05.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :ستورید راليږونکي پته :sthooray@hotmail.comنيټه : 02-05-2008
ستا د بيا ليدلو هيلههلته لرې په صحرا کېدرېګونو په موجو کېچې ېې سر دی له اسمان سره نښتیها چې لارې پکې نيشتهها چې پلونه پکې تښتيها چې سرې لمبې را اوريهاچې مري پکې له تندېځل وهلي سرابونهها چې ساه د خاموشۍ دهپکې وتې له هيبتهها چې نيشته پکې نښهدژوندون د يو شېبې همپکې وچ ککړ ولاړ چېمات ډنډغر د ريدي ګل و...
05.05.2008
- نصرت الهام
( تربيت ) مجله مو ليدلې ؟
دښوونې د وزارت له خوا خپرېدونکې د (تربيت) مجله د ټول هېواد استازيتوب نه کوي . په دې مجله کې چې ډېر په ښه ثقافت چاپ شوې ده، په سلو کې لس هم پښتو نشته او کومه چې شته هغه هم ډېرې املايي او تخنيکي ستونځې لري . ځينې مطالب خو يې بيخي د ګټې اخستنې وړ نه دي او دا په داسې حال کې ده چې ددې مجلې لپاره د ښوونې د وزارت لخوا ځانګړى رياست جوړ شوى او ګمارل شوى دى ، ددې رياست نه جدي هيله لرو چې په پښتو ملنډې ونه وهي او په دې برخه کې مسلکي...