راليږونکی :ستوری
د راليږونکي پته :sthooray@hotmail.com
نيټه : 02-05-2008
ستا د بيا ليدلو هيله
هلته لرې په صحرا کې
درېګونو په موجو کې
چې ېې سر دی له اسمان سره نښتی
ها چې لارې پکې نيشته
ها چې پلونه پکې تښتي
ها چې سرې لمبې را اوري
هاچې مري پکې له تندې
ځل وهلي سرابونه
ها چې ساه د خاموشۍ ده
پکې وتې له هيبته
ها چې نيشته پکې نښه
دژوندون د يو شېبې هم
پکې وچ ککړ ولاړ چې
مات ډنډغر د ريدي ګل و
ورک نری شان ېې و سيوری
نو
ستا د تلو نه پس مې ګرانه
ستا د بيا ليدلو هيله
بس هماغلته دفن کړه
2004
01.05.2008
- نصرت الهام
غزل
ن / الهام
ښه دي خو په شمېر ښه دي څه دردونه هېر ښه دي
ژوند د مينې ټکي دي ښه په زور او زېر ښه دي
ډېر ه خوشحالي غواړې ستا غمونه ډېر ښه دي
دا يادونه سره زر دي دا وختونه تېر ښه دي
ستا باڼه همدغسې زړه نه تېروبېرښه دي
مينه کې غم خوږ لګي زهر ښه ګنډېر ښه دي...
04.05.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :محب الله الله يارد راليږونکي پته :wrakht_olf2@yahoo.comنيټه : 03-05-2008
غزل
راځئ ملګرو له دې ښاره وځوپټ د يو څه مودې لپاره و ځوهسې نه پاتې شو دې نورو غوندې بيا خو د خپل ځان له ا خيتاره وځومظلوم بدن مو هېڅ ملهم نه لريڅړيكې د درد يو له پرهاره وځوپرې چې مطرب راسره وژړېږيد غم نغمې يو له سيتاره وځوكه چا د ننګ ټپو ته پرېنښودو غلي په بېړه له بنډاره وځوله كلي سرې لښكرې تاوې شولېاوس...