غزل
ن / الهام
ښه دي خو په شمېر ښه دي
څه دردونه هېر ښه دي
ژوند د مينې ټکي دي
ښه په زور او زېر ښه دي
ډېر ه خوشحالي غواړې
ستا غمونه ډېر ښه دي
دا يادونه سره زر دي
دا وختونه تېر ښه دي
ستا باڼه همدغسې
زړه نه تېروبېرښه دي
مينه کې غم خوږ لګي
زهر ښه ګنډېر ښه دي
30.04.2008
- نصرت الهام
غزل
ن/ االهام
قلف شومه، زنځير شومه زلفو کې دې ګير شومه
ښه مې زړه رڼا شولو ښه دې مخ ته زير شومه
ته راته هنداره شوې زه درکې تصوير شومه
هاغلته مين شومه هاغلته اسير شومه
دومره چې سر کشه شوم پوخ لکه تکبير شومه
ټيټ د زړګي تل ته شوم هسک لکه پامير شومه...
04.05.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :ستورید راليږونکي پته :sthooray@hotmail.comنيټه : 02-05-2008
ستا د بيا ليدلو هيلههلته لرې په صحرا کېدرېګونو په موجو کېچې ېې سر دی له اسمان سره نښتیها چې لارې پکې نيشتهها چې پلونه پکې تښتيها چې سرې لمبې را اوريهاچې مري پکې له تندېځل وهلي سرابونهها چې ساه د خاموشۍ دهپکې وتې له هيبتهها چې نيشته پکې نښهدژوندون د يو شېبې همپکې وچ ککړ ولاړ چېمات ډنډغر د ريدي ګل و...