غزل
ن/ االهام
قلف شومه، زنځير شومه
زلفو کې دې ګير شومه
ښه مې زړه رڼا شولو
ښه دې مخ ته زير شومه
ته راته هنداره شوې
زه درکې تصوير شومه
هاغلته مين شومه
هاغلته اسير شومه
دومره چې سر کشه شوم
پوخ لکه تکبير شومه
ټيټ د زړګي تل ته شوم
هسک لکه پامير شومه
30.04.2008
- نصرت الهام
تش پوست Vacancy
دروازه په ګړز پرانستل شوه، بخمينه چې په خيالونوکې ډوبه وه، زر ودرېده . د دفتر رئيس ورته يوه پاڼه په ميز کېښـوده او زياته يې کړه : زه د يوه مجلس لپاره تابيا کوم او ته دغه پاڼه په غور سره وګوره په دې کې ټولې هغه غوښتنې چې د يوه مالوماتي تکنالوژپوه (IT )د پوست لپاره ضروري دي ليکل شوي دي ته دومره وکړه چې ددغې پاڼې مالومات www.acbar.org ته په بريښنا ليک وروا...
01.05.2008
- نصرت الهام
غزل
ن / الهام
ښه دي خو په شمېر ښه دي څه دردونه هېر ښه دي
ژوند د مينې ټکي دي ښه په زور او زېر ښه دي
ډېر ه خوشحالي غواړې ستا غمونه ډېر ښه دي
دا يادونه سره زر دي دا وختونه تېر ښه دي
ستا باڼه همدغسې زړه نه تېروبېرښه دي
مينه کې غم خوږ لګي زهر ښه ګنډېر ښه دي...