تش پوست Vacancy
دروازه په ګړز پرانستل شوه، بخمينه چې په خيالونوکې ډوبه وه، زر ودرېده . د دفتر رئيس ورته يوه پاڼه په ميز کېښـوده او زياته يې کړه : زه د يوه مجلس لپاره تابيا کوم او ته دغه پاڼه په غور سره وګوره په دې کې ټولې هغه غوښتنې چې د يوه مالوماتي تکنالوژپوه (IT )د پوست لپاره ضروري دي ليکل شوي دي ته دومره وکړه چې ددغې پاڼې مالومات www.acbar.org ته په بريښنا ليک ورواستوه غواړم چې د کمپيوټري ستونزو د حل لپاره يو معلوماتي ټکنالوژپوه (IT ) وګمارم.
بخمينې هغه پاڼه ولوستله او وروسته يې له خپل بريښنا ليک څخه د www.acbar.org په پته هغه ټول اړين معلومات وليږل ، په سبا يې د دفترد کار موندنې اعلان په www.acbar.org کې خپور شو د اعلان د خپرېدو وروسته به دم ګړۍ بريښنا ليکونه راتلل؛بخمينې به يواځې راليږل شوي بريښنا ليکونه يو ځل له سترګو تيرول کوموبه چې د دې پوست له غوښتنو سره ډډه لګوله اوخپله CV پاپېژندپاڼه به يې رالېږلې وه اوبيابه يې د پېژندپاڼوله مالوماتونه يوه لاسي کاپي له ځان سره په يوه دوسيه کې ساتله.
ددغې اعلان تړلو ته يوه ورځ پاتې وه، بخمينې چې کله خپل بريـښنا ليک بکس وکوت د شلو نه پکې ډېر بريښنا ليکونه پراته ول، په نمبر يې د بريښنا ليکونو په لوستلو پيل وکړ، خو کله يې چې په شپږم بريښنا ليک amn_foryou@yahoo.com سترګې ولګېدې باڼه يې ناڅاپه ورپېدل يوځل بيا يې نوم ولوست .د امن نوم يې له پخوا په زړه ليکلى و خو چې دا همغه دى او که بل څوک پدې لا نه پوهېده ، خپل ښوونځى ورپه زړه شو ځان يې د خپل ښوونځي په ټولګي کې موسکى ليده
د امن د ټليفون شمېره يې په خپل موبايل کې ثبت کړه له خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځايېدله،ددې په انتظار وه چې امن وګوري او په خپل زړه کې د امن د زاړه تصوير سره يې مېچ کړي .
څو ورځې وروسته ورته وويل شول تر څو ټول هغه ټاکلي کسان چې د دې پوست لپاره يې خپل اسناد رالېږلي د انټرويو لپاره راوغواړي.
د دوشنبې په ورځ په لسو بجو د انټرويو وخت امن ته ځانګړى کړى شوى و، پنځه دقيقې لسو ته پاتې وې چې امن د يوه بل کس په بدرګه د دفتر په دروازه سره له پوهې او زيرکتيا راننووت .
له دې وروسته نو بخمينې ته په پيښور او کابل کې د ژوند هېڅ توپير نه ؤ اوس يې په زړه کې شته تشه ډکه شوه .
حامد بابر امين زى
کابل 27/04/2008