څلوريزه او غزل
څلوريزه
غريبان ژاړي غريبي لمانځي
واړه بې وسه بي وسي لمانځي
خو يو څو نور پردو ټانکونو تر څنګ
بې واک ولاړ او خپلواکي لمانځي
غزل
ځانونه وژنو ځان وژنه لمانځو
مونږ افغانان افغان وژنه لمانځو
له ډيرې مينې د زړه کور کنډر کړو
جانان وژنو،جانان وژنه لمانځو
مونږ په دې اند چې يې لمن خپريږي
مونږه نادان ايمان وژنه لمانځو
خويونه زموږ د موسمونو په شان
ځان بدلؤو ګلان وژنه لمانځو
امن به کله دغه ورځ وګوري
چي موږ به ټول شيطان وژنه لمانځو
حامد امن امينزى
29.04.2008
- نصرت الهام
د مشر وعده
په هغه ورځ ، که زما بدن سپر شوى نه وى ، نو ګولۍ راساً د مشر په ځيګر خوله خښوله .
غونډه ګډه وډه شوه ، خو مشر زما خواته راغى ، مانه هماغه شان توده وينه روانه وه ، ښه رانږدې شواو بيا له قهره سور واوښت : زما دې په خپل جهاد قسم وي ، چې يو وخت به همدغه شان ددې کمونستانو مشر په وينو لمبوم او ستا او دنورو مجاهدينو کسات به ترې اخلم . څه موده پس ښه شوم ، خو لاس مې بې دمه و د ټوپک ګرځولو وس مې نه درلود ، د جهاد ارمان مې زړه کې ساته . که څه...
30.04.2008
- نصرت الهام
تش پوست Vacancy
دروازه په ګړز پرانستل شوه، بخمينه چې په خيالونوکې ډوبه وه، زر ودرېده . د دفتر رئيس ورته يوه پاڼه په ميز کېښـوده او زياته يې کړه : زه د يوه مجلس لپاره تابيا کوم او ته دغه پاڼه په غور سره وګوره په دې کې ټولې هغه غوښتنې چې د يوه مالوماتي تکنالوژپوه (IT )د پوست لپاره ضروري دي ليکل شوي دي ته دومره وکړه چې ددغې پاڼې مالومات www.acbar.org ته په بريښنا ليک وروا...