د مشر وعده
په هغه ورځ ، که زما بدن سپر شوى نه وى ، نو ګولۍ راساً د مشر په ځيګر خوله خښوله .
غونډه ګډه وډه شوه ، خو مشر زما خواته راغى ، مانه هماغه شان توده وينه روانه وه ، ښه رانږدې شواو بيا له قهره سور واوښت :
زما دې په خپل جهاد قسم وي ، چې يو وخت به همدغه شان ددې کمونستانو مشر په وينو لمبوم او ستا او دنورو مجاهدينو کسات به ترې اخلم .
څه موده پس ښه شوم ، خو لاس مې بې دمه و د ټوپک ګرځولو وس مې نه درلود ، د جهاد ارمان مې زړه کې ساته .
که څه هم وخت ډېر وتلى و ، حالات بدل و خو زما زړه کې هماغه شان د کسات جذبه ژوندۍ وه او د خپل جهادي مشر وعدې ته په تمه وم .
له څو ورځو راهيسې مې زړه کې تاويده را تاويده چې د خپل مشر د برياليتوب مبارکۍ ته لاړ شم ، نن مې وس پيداکړ او سيده يې کاري خونې ته لاړم .
مخې ته مې راپورته شو ، د حال احوال پوښتنه يې وکړه ، پر ميز يې بې شمېره ګلان ايښودل شوي وو ، موږ لا خبرو کې وو چې يو تن چې پر شونډو يې د بريتونو سرونه ځوړند و راننوت ، هک پک شوم د خپل ټپي کېدو وخت را ياد شو او بيا مې د خپل مشر خبرې : يو وخت به همدغه شان ددې کمونستانو مشر په وينو لمبوم ستا او دنورو مجاهدينو کسات ... خبره مې ذهن کې تله راتله ما ويل اوس به پرې لاس پورته کړي .
خو هغه ته زموږ مشر توده غاړه ورکړه او بيا يې ماته هم دواړ لاسونه اوږده کړل ، زړه او نازړه وم ، يو لاس مې بې دمه و ، يواځې يو لاس مې ورکړ .
زموږ مشر مخ را واړو : ښه دې ونه کړل ، دا جنرال صاحب دى .... داسې کسانو ته يو لاس ورکول بې احترامي ده .
محمد نعمان دوست
کابل ، د غويي ٧مه
يادښت :
په دې ليکنه ، د زړه له خلاصه نظر ورکړئ !!!!
Numandost75@yahoo.com