راليږونکی :بختيارځدراڼ
د راليږونکي پته :bakhtiar-arman@hotmail.com
چېرته هغــــه اوچېرتـــه زه سره نــــږدې يـــې کړلــــو
دجــــانــــان سترګـــوزمــا زړه سره نږدې يې کړلــــو
مابه جــانان تـه وې بې مالـګې جانـــان ماته ويــل
مينې خــــواږه کړلــــو خـواږه سره نږدې يـــې کړلـو
يو خوا بلا، بـلاو درد، بل خوا بـــــلا اشتيــــــــاق
دزړه حريم کـــــې اوسيـــده سره نږدې يې کړلـــــو
دمينې خيــــال وڅـــه عجبـــــه ريبــــاري يې وکـړه
لحظه، لحظــــه به ته راتــــــه سره نږدې يې کړلـــو
بختياره لمرمو هم تر منځ کړي همېشــه غمـازي
ښه شو چې ولوېـده په غـــره سره نږدې يې کړلــو
بختيارځدراڼ تبوک سعودي عرب
21.04.2008
- نصرت الهام
مننه بوشه!بوشه ډېره مننه!بوشه ته به موږ افغانان هغسې او په هغو ځانګړنو نه پېژنې، چې څنګه د خپل کولتوري او ټولنيز قاموس پر کښيده انځور شوي يو، ته خو موږ د نړۍ په تېره د درېيمې نړۍ وروسته پاتې، وږى، بربنډ، ناپوهه، نا انسانه، ترهګر، د القاعده مل، د ښځو د حقوقو دښمن، د بشري حقوقو تروړونکى او بالاخره يو بېديانى او بدوى اولس ګڼې او بس.موږ د ځان د سپيناوي په باب له تا سره ناندرۍ اوريښتنۍ ځکه نه کوو، چې موږ اوس د داسې دوو مدعيانو په توګه يو بل ته د دعوې مورچې...
29.04.2008
- نصرت الهام
د مشر وعده
په هغه ورځ ، که زما بدن سپر شوى نه وى ، نو ګولۍ راساً د مشر په ځيګر خوله خښوله .
غونډه ګډه وډه شوه ، خو مشر زما خواته راغى ، مانه هماغه شان توده وينه روانه وه ، ښه رانږدې شواو بيا له قهره سور واوښت : زما دې په خپل جهاد قسم وي ، چې يو وخت به همدغه شان ددې کمونستانو مشر په وينو لمبوم او ستا او دنورو مجاهدينو کسات به ترې اخلم . څه موده پس ښه شوم ، خو لاس مې بې دمه و د ټوپک ګرځولو وس مې نه درلود ، د جهاد ارمان مې زړه کې ساته . که څه...