مننه بوشه!
بوشه ډېره مننه!
بوشه ته به موږ افغانان هغسې او په هغو ځانګړنو نه پېژنې، چې څنګه د خپل کولتوري او ټولنيز قاموس پر کښيده انځور شوي يو، ته خو موږ د نړۍ په تېره د درېيمې نړۍ وروسته پاتې، وږى، بربنډ، ناپوهه، نا انسانه، ترهګر، د القاعده مل، د ښځو د حقوقو دښمن، د بشري حقوقو تروړونکى او بالاخره يو بېديانى او بدوى اولس ګڼې او بس.
موږ د ځان د سپيناوي په باب له تا سره ناندرۍ اوريښتنۍ ځکه نه کوو، چې موږ اوس د داسې دوو مدعيانو په توګه يو بل ته د دعوې مورچې نيولي او دا مورچې به تر هغې تودې پاتې وي، چې ترڅو په نړيوال کلي، هېواد او اقليم کې داسې يو قاضي، څارنوال، او منځګړى ستا د ضمير د سپېڅلتيا په حکم راميدان ته نشي، چې يواځې پر انساني ارزښتونو او حقوقي آرونو (نورمونو) ايمان ولري او بس، د داسې يو منځګړي رامنځته کېدل، خو له زاڼو نه کټوري غوښتل دي، خو همدومره خو د ضمير او قضاوت سترګې وغړوه او دا حقيقت ومنه چې که موږ بدمرغه او اړ افغانان نور هر څه يو، خو دا يو خوى ډېر جوت او څرګند لرو، چې ير ژبه، لوز او رښتيا مين قام يو، ستا په څېر دښمن مو چې هم رښتيا خبره وکړي، منو يې هم، او مننه يې هم کوو، ځکه خو ستا هغه جرات، سپين زړي او مېړانه د زړه له کومې ستايو، چې د سوداګريزې منځۍ د بوت د رانړېدو پر وخت دې وويل چې \"له مسلمانانو سره د صليبي جګړې اور بل شو\" او دا چې اور دې پخپله بل کړ او پخپله دې پرې د مسلمانانو خپل تېل وشيندل، ښه دې وکړل، ځکه دې هم ښه وکړل چې پايله يې هم دا دى وينې او لا به يې وينې.
د دې اور بل دې هم مننه او پرې زموږ د خپلو تېلو او پترو ډالرو د شيندلو هم مننه!
خو درېغه چې دا يوه مېړانه دې بله هم هماغه مهال کړې واى، چې د افغانانو سياسي، ټولنيز، اقتصادي او کولتوري نظام له ړنګولو سره دې دا هم ويلي واى چې، افغانانو! زما له دې بولۍ (قوماندې) سره دا خبر او زېرى هم واورئ، چې د \"روزګان\" د جهاد اتل د يو څو ورځو اتل دى ( نه د شپږ اتو کلو)، هغه هغسې يو شګلن دېوال دى چې ډېره ژر نړېداى شي، اصلي سړى، اصلى اتل او اصلى افغان آرى امريکايي چې ستاسې سياسي برخليک ورته بايد ورپه لاس کړم، هغه زموږ يواځنى يهود ښځى امريکايي (زلمى خليلزاد دى)، چې بې سياله د افغانانو د اولسمشرۍ لپاره درپارسل کېږي، دى به د \"روزګان تر مجاهده\" يوه جوته ځانګړنه دا لري، چې پر يوه وخت، پښتون هم دى، تاجک هم دى، يهود هم دى، امريکايي هم دى، دپلومات هم دى، او ډېر نور څه هم، خو د ده له دې ټولو ځانتياوو او وړتياوو سره دې دا دومره ناوخته ولې راولوراوه؟ او ايا دا پوښتنه درنه کېداى شي چې د نړۍ په ملي، سياسي او ډپلوماتيک تاريخ کې کوم ستر ځواک بل کوم اولس ته اولس مشر ورډالۍ کړى دى چې ته افغانستان ته خليل زاد رالېږې.
مننه بوشه!
ته چې زموږ برخليک ټاکنې هرڅومره نارامه کړى يې او هرڅومره يې ستا خوب و خواړه حرام کړي وي، داجر خاوند شې، خو دې يوه ټکي او دې يوې پايلې ته دې هم کله پام کړى، چې په دې شپږنيمو، اوو کلو کې به دې د نړۍ او افغانستان په سياسي او پوځي هېنداره کې خپله څېره او درباندې د نړيوال باور کچه ليدلې وي، چې څنګه دى او څومره دى؟
تا به افغانانو ته د بشري مرستو، ودانيزو ژمنو او د بيارغونې په لوزونو د افغانانو د قناعت او ډاډ اندازه هم اخيستې وي، افغانانو ته د خپل رالېږلي سياسي او اقتصادي نظام جرړې به دې ځيرلې وي، چې غځېږي که وچېږي؟
د افغانانو د خدمت لپاره به دې د خپلو رالېږليو \" تش بکسو \" روشنفکرانو پرېزېنټېشن لوستى وي.
د افغاني ټولنې په اقتصادي ميراثونو کې ستا د شريکوالو (پارټنرانو) مرستندويو او بسپندويو مؤسسو کړه وړه به دې کتلي وي.
د افغانانو لپاره په نړيوال کچکول کې د راوړيو او په \"دپلوماتو بکسونو\" کې د وړيو مرستو ډرامه به دې ليدلې وي.
د افغانستان او عراق له پېښو سره په تړاو به دې د خپلې ولسمشريزې مودې څومره والي ته پام کړى وي؟
که دې کړى وي او دا هر څه دې ليدلي وي او ضرور به دې ليدلي وي، نو!!!
مننه بوشه!
اوس دې څه خيال دى، مختنۍ کړلار دې څه ده؟
خوښه دې نه ده چې يوه مشوره سره وکړو، چې د افغانانو خبره: \"شوله دې وخوري او پرده دې وشي\".
نو غوږ راوړاندې کړه، چې ( Made in London) استاد دې يې وانه وري.
راشه پر امريکايانو! دې ساده زړيو او \"ټکس ځپليو\" امريکايانو نور ولورېږه، د همدومره دښمنۍ ګټل ورته بس دي، نور يې پرېږده، چې د خپلې نېکنامۍ پر لارو چارو سوچ وکړي، اخر دوى هم درباندې په نړيواله ورورولۍ کې د ځاېيدنې حق لري.
پرېږده چې په نړۍ او د نړۍ د اولسونو په زړونو کې ځان ته دوى هم يو کورګى ولري.
پرېږده چې نوم دې د نړۍ د تاريخ د دې سفاکانو له لړ نه پاک شي.
خوښه دې نه ده، چې د دې څو ميليوني وژنو د پړې د پړي غوټه دې له غاړې لږه سسته شي؟
واره دې نه راځي، چې د نړۍ د مستضعفو اولسونو د کړولو او ځورولو خوبونه نور اوبو ته ووايې؟
که سوچ ته پرې تيار يې ; نو؟
مننه بوشه!
راځه سر له همدې ننه افغان او عراقي اولس ته واښه پر خوله او رسۍ پر غاړه ورشه او د ځان او امريکايي مستبکرينو لپاره دې بښنه وغواړه، که داسې دې وکړل، نو عراقيان خو نشم ويلاى، خو افغانان ډېر پر انساني ارزښتونو مين قام دى. دا چرګ پر ډېران مه ګوره، دا خو ستا ناځوانۍ او بدنيتۍ د شخړو پر ډېران درولى دى، د دې \"چرګ\" که جنګ زده دى، نو د اولسونو او کرکځپليو قامونو د پيوستون آذان هم کولاى شي، ننواتي مني، عذر مني، پښېماني مني او ان د سر دښمن ته هم په خپل کاله کې په ورين تندي هرکلى وايي.
که د دې خوار ملا په اذانه دې کلمې ويلو ته زړه شو، نو!
هغه يو جهان مننه چې ته ترې پښې راتاوول غواړې
مننه بوشه!
ستا يو نړيوال ترهګرۍ ځپلى خواخوږى
محمد آصف صميم