راليږونکی :هجرت الله اختيار
د راليږونکي پته :wrakht_olf2@yahoo.com
نيټه : 21-04-2008
غزل
دونياپرې ښكلې ده دونيا ته تاوان مه رسوه
سترګې دې پرانېزه رڼا ته تاوان مه رسوه
كه دې ژوندون له وسه نه وي پوره مه يې كوه
خو د ژوند لفظ او معنا ته تاوان مه رسوه
ځه دا دې حق دى له پرون نه ګيلې ټولې وكړه
خو پام دې وي خپلې سباته تاوان مه رسوه
كه ګلابونه دې خوښ نه وي نو غاټول وكره
خو د سپرلي حسن و ښكلاته تاوان مه رسوه
اينه مه ماتوه خير دى ترېنه مخ واړوه
دروغ دې كه خوښ وي، نو رښتيا ته تاوان مه رسوه
اختياره! زه هم ستا په ( تا) كې خپله برخه لرم
نو تاته ځكه وايم ( تا) ته تاوان مه رسوه
20.04.2008
- نصرت الهام
پښتون يمه
خوښ د پښتونخوا په مېږتون يمه ، پښتون يمه خاورې به مې وايي چې پښتون يمه ، پښتون يمه
ته په سور سالو کې لکه ګل نغښتې راغلې يې زه پخپلو وينو کې ګلګون يمه ، پښتون يمه
سود مې په بل نشي خپله يو بڅرى خاوره هم زه ګورى په دې حقله قارون يمه ، پښتون يمه
مړبه يم خو هر د زړه پرهر به مې خندا کوي زه د وفا تخم...
21.04.2008
- نصرت الهام
مننه بوشه!بوشه ډېره مننه!بوشه ته به موږ افغانان هغسې او په هغو ځانګړنو نه پېژنې، چې څنګه د خپل کولتوري او ټولنيز قاموس پر کښيده انځور شوي يو، ته خو موږ د نړۍ په تېره د درېيمې نړۍ وروسته پاتې، وږى، بربنډ، ناپوهه، نا انسانه، ترهګر، د القاعده مل، د ښځو د حقوقو دښمن، د بشري حقوقو تروړونکى او بالاخره يو بېديانى او بدوى اولس ګڼې او بس.موږ د ځان د سپيناوي په باب له تا سره ناندرۍ اوريښتنۍ ځکه نه کوو، چې موږ اوس د داسې دوو مدعيانو په توګه يو بل ته د دعوې مورچې...