پښتون يمه

 

خوښ د پښتونخوا په مېږتون يمه ، پښتون يمه
خاورې به مې وايي چې پښتون يمه ، پښتون يمه

ته په سور سالو کې لکه ګل نغښتې راغلې يې
زه پخپلو وينو کې ګلګون يمه ، پښتون يمه

سود مې په بل نشي خپله يو بڅرى خاوره هم
زه ګورى په دې حقله قارون يمه ، پښتون يمه

مړبه يم خو هر د زړه پرهر به مې خندا کوي
زه د وفا تخم يم ژوندون يمه ، پښتون يمه

سپک نظري هم سترګې درنې کړي چې راوګوري
زه خداى زېږولى هسې درون يمه ، پښتون يمه

چاته دې څوک نه وايي ما ټوله دنيا پېژني
زه خپله عنوان خپله مضمون يمه ، پښتون يمه

منمه چې وخت د خپلې څانګې شوکولى يم
زه د خپل وجود د تار تړون يمه ، پښتون يمه

مونږ سندرې نه وايو محبوبې د پردو سترګو
زه د پښتنو سترګو مجنون يمه ، پښتون يمه

تل پکې د ژوند د آزادۍ سندرې اړوم
زه شپېلۍ د خپل فکر د شپون يمه ، پښتون يمه

دا چې دې همه دنيا خوړلى وخت په وخت يمه
ښکلى يمه خوږ يمه ترسکون يمه ، پښتون يمه

ما به د حالاتو پېچ و خم نکړي ادل بدل
زه خپله استازى  د بدلون يمه ، پښتون يمه

بل خوا تلى نه يمه په خپل وطن کې ورک يمه
رابه شم د خپل ځان په لټون يمه ، پښتون يمه

وخته ! ځه ! ته ښه لوبې په زړه د سايل وکړه خو
زه پوى په مطلب د زړه چاودون يمه ، پښتون يمه

 

رحمت شاه سايل .

 

رحمت شاه سائل