غزل:
حميده پکتيانۍ
اوس دې په يادونو باندې بره شوم
سر تر پايه جوړه لکه زغره شوم
نشوه ګوزاره مې د لېمو اور کې
اوښکه وم ګرېوان ته مساپره شوم
اوس د لېونتوب له جاله وتې يم
پويه شومه، لويه شومه، ستره شوم
ستا له سادګۍ سره اشنا نه وم
هاغه ورځ زه هسې مروره شوم
ما درته کتل تا سترګې ټيټې کړې
نن درباندې ډېره زوروره شوم
اوس به دې له ډېره غمه مړه ومه
ښه شوه په زړه باندې ډبره شوم
ټولو مجاهدو بېعـــــت راکړلو
دوی مې شول لښکر زه سر لښکره شوم
رابه وړمــــه ســــوله افغانانو ته
خاورې پکتيانۍ سپينه کوتره شوم.
17.04.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :M.Shoaib \\\\د راليږونکي پته :mirza.shoaib@gmail.comنيټه : 16-04-2008
اوښکې
زما په سترگو كې ځليږي اوښكېپه اننگو مې راتويږي اوښكـــــــې
در پسې ژاړم شپه اوو رځ جانانهاوس نه وچيږي نه ودريږي اوښكې
ستا د سرو شونډو اننگو نه کربانلكه باران پرې را اوريږي اوښكې
دا زه محب ليونى كېږمـــــ...
20.04.2008
- نصرت الهام
پښتون يمه
خوښ د پښتونخوا په مېږتون يمه ، پښتون يمه خاورې به مې وايي چې پښتون يمه ، پښتون يمه
ته په سور سالو کې لکه ګل نغښتې راغلې يې زه پخپلو وينو کې ګلګون يمه ، پښتون يمه
سود مې په بل نشي خپله يو بڅرى خاوره هم زه ګورى په دې حقله قارون يمه ، پښتون يمه
مړبه يم خو هر د زړه پرهر به مې خندا کوي زه د وفا تخم...