غزل

محب الرحمن محب

 

ډيوه مې مړه شوله رڼا راسره پاتې نه ده

ستا د ماشوم ژوندون ادا راسره پاتې نه ده

د ګناهونو پرښتې بيا راته څله راغلې

توبه مې کړې ده ګناه راسره پاتې نه ده

هسې مې شونډې ښوروم چې ملا و غولوم

خدايه ما وبښه دعا راسره پاتې نه ده

ستا شوخې سترګې اشارې کوي او داسې وايي

درد به دې درکړم او دوا راسره پاتې نه ده

د چا تصوير مې زړه کې دومره زر پيکه غوندې شو

يوه خندا يې شته خو دا راسره پاتې نه ده