غزل

حامد بابر امين زى

زما وفا او ستا جفا پاتې شوه
 د محبت نښه همدا پاتې شوه
 

تا کړلې خپلې زلفې داسې خورې
 يو خوا تياره بل خوا رڼا پاتې شوه
 

په تلو کې تا د راتلو ووې که نه ؟
 زما په زړه کې دا سودا پاتې شوه
 

ستا په راتلو کې مې د زړه ډيوه ګۍ
ملګريه بله تر صبا پاتې شوه
 

بابره مخ به ترينه نه اړوې
 په دار ختل خو لاره ستا پاتې شوه