غزل

هجرت الله اختيار

رڼا راغلې وه، وجود ته يې امكان نه و
سپوږمۍ چې نه ښكارېده شاته يې اسمان نه و

دا پرما څنګه د جنون نامه بدنامه شوله؟
زما كميس كې خو تڼۍ نه وه ګرېوان نه و

ته چې راتلې نو ما وې ځان به كړم لوګى درځنې
خو ته چې راغللې نو ما سره مې ځان نه و

د پس فطرتو يارانه وي مازيګره پورې
ماښام مې ماسره خپل سيورى هم روان نه و

بيا هم هماغسې راياد شوې خو ژړا رانغله
بيا اسمان ورېځ و خو ميده ميده باران نه و

نن دې وصال كې د بېلتون وېره راونه لوېده
نن راسره د پاتې ژوند پاتې ارمان نه و