غزل
شاه سعود سعود

ستا د موسکو شونډو تر انکاره پورې تلى وم
ياد مې دي جانانه چې تر داره پورې تلى وم

اوس به مې له لاسه يوه لويه ګناه شوې وه
ښه ده چې واپس دې کړم اظهاره پورې تلى وم

ځان پورې خندا راځي چې څرنګه ساده ومه
ژوند پسې دمړو تر مزاره پورې تلى وم

تا مې که د راز دغه يوه شېبه ساتلې واى
زه به ستا په لور تر اعتباره پورې تلى وم

شکر دى نظر نه مې د سترګو لپه ډکه وه
هوش کې وم سعوده که خماره پورې تلى وم


له ( جانانه ستا تردره څنګه درشم) کتاب نه