غزل

طوبىٰ ندا صافۍ : کابل

کاشکې مې د زړه پټه آرزو نه وى
کاشکې مې زړګى پر تا پېرزو نه وى

يا خو لکه نى نوا مې زړه کې وى
يا لکه ګونګۍ د غږېدو نه وى

سر چې مې دا ستا پر اوږه ايښى وى
بيا دې دا شېبې په ختمېدو نه وى

کاشکې ته  په مينه کې ريښتنى وى
کاشکې دې عادت د بدلېدو نه وى

مينه دې د هر موجود په زړه کې وى
بيا دې دا دستور د بدلېدو نه وى

دواړه لاس په لاس له ښاره تللي وى
بيا مو چېرته نيت د ستنېدو نه وى

کاش چې د ندا زړه کې دا غم نه وى
کاشکې يې فطرت د سوځېدو نه وى