طالب جان په ټپو کې
طالبه خداى که به ملا شې
په کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه
طالبان نه دي بلاګان دي
د وظيفې سره مې کې ګوتې تاووينه
طالب د خداى ګناهګار نه دى
په زېړو ګلو د هر چا مينه ورځينه
طالبان ډلې ډلې راغلل
زما د يار ډله روستۍ ده رابه شينه
مسافري سخته خواري ده
څوک چې د غم طاقت لري طالب دې شينه
که طالب جان په مخه راغى
سپينې پګړۍ کې به يې وټومبم ګلونه
طالبان ډلې ، ډلې راغلل
زما لالى په کې رانغى مړه به شمه
په طالب ترخی زرغونی شوی
مور یی د ژوند ارمان کو ی چی را به شینه
ټوبک دی خاوری شه ظالمه
په طالب جان باندی دی وکړل ګذارونه
طالب په ګور کی ارمان وکړ
زما شروع کتاب به څوک را خلاصوینه
طالبان واړه ملايان شول
زه مې د يار مينې له علمه واېستمه
طالبه زېری مې درباندې
ددېرې خواته سيلانۍ راغلې يمه
دطالبانوسخت نظام دی
چپه کاکل خولۍ کې پټ ترې ګرځومه
طالبه راشه ټوپک پرېږده
ستا په لاسونو کې کتاب مزه کوينه
طالبه دا کلئ اباد شو
کتاب راواخله چې يو بل کلي ته ځونه
طالبه څومره مساپر شوې
خورکۍ دې ناسته د سبق ارمان کوينه
که ته طالب زه متعلم يم
هغه دې خوار شي چې مو لاره بېلوينه
د طالب جان له څڼو زار شم
که بېرته راغئ په شامپو به ئې لمبومه
يوه کوټه څلور ئې کونجه
د حجرګۍ طالبه خدای درکړې يمه