مسافره!
نصرت الله الهام
پروت پر دغه لويه لار و مساپره !
دغه دښته پرون ښار و مساپره!
يوه پېغله به په سترګو کې مسکۍ وه!
يو ځلمي سره يې تار و مساپره!
دلته هم دچا تصوير په اوښکو لوندو
محبت دلته له پورې غره نه دروند و
خو يو اور دا هر څه لولپه کړۀ لاړو
دغې اور په هيڅ سرپه ونه کړه ړوند و
دغه ښار د مينانو ژوند ته جوړ و
داچې اوس دمينانو هديره ده
د چپتيا وو انګازې پکې خپرې دي
د چپتيا وو د داود د زړه نغمه ده
دلته څنګه وې راغلى لېونيه !
وايه چا سره دې کار و مسافره !؟
ته به هم په دغې راز باندې خبر يې
دغه دښته پرون ښار و مسافره
مساپره ! ددې دښتې په هر ګوټ کې
پروت دمينې ددردونو يو داستان دى
په دې ځاى ايله دامن وزر خپور شو
دغه ښار اوس په چوپتيا باندې ودان دى