راليږونکی :شهريار
د راليږونکي پته :shahreyar_stranger@yahoo.com
نيټه : 27-03-2008
غزل
شهريار معروف خېل : يونان
سترګې دې مه جنګوه ېاره محبت جوړوي
داسې اکثره کارنړۍ کې بغاوت جوړوي
بلا وخت اخلي اسرافيل دقیامت راوستو
هره لهظه چې یار راګوري قیامت جوړوي
ستا پارسیوانې اداګانې مې پښتون همت ته
دپرزېدو لپاره هروخت شرارت جوړوي
جانانه راشه چې دشک ګرجې ته اور واچوو
په محبت کې شک په زړونو کې تفرت جوړوي
زاهد چې هرڅه کوي ښه کوي خو زه يې چې کړم
زما ثواب خپلې ګناه ته روایت جوړوي
03.04.2008
- نصرت الهام
تصوير دې څنګه جوړ کم
نسيم خوږياڼى : کابل
ما هغه تېر مازديګر ته د ګودر تر څنګه د چانار دنګې ونې څنګ ته ولاړه ليدې ما مې قلم راواخيستچې دې تصوير وکاږمقد دې چنار نه هم لوړ سترګې بادام ، بادام وروځې ليندۍ ، ليندۍ شونډې د ګل د پاڼو په څېر ښايسته ښکارېدېمخ دې د شمعې په شان داسې لمبې کولې ته وا په نيمه شپه کې دکوم مين د زړګي په خونه اور ولګېداوس راته ته ووايه (( تصوير دې څنګه جوړ کم...
04.04.2008
- نصرت الهام
مسافره!نصرت الله الهام
پروت پر دغه لويه لار و مساپره !دغه دښته پرون ښار و مساپره! يوه پېغله به په سترګو کې مسکۍ وه! يو ځلمي سره يې تار و مساپره!
دلته هم دچا تصوير په اوښکو لوندو محبت دلته له پورې غره نه دروند وخو يو اور دا هر څه لولپه کړۀ لاړو دغې اور په هيڅ سرپه ونه کړه ړوند و
دغه ښار د مينانو ژوند ته جوړ وداچې اوس دمينانو هديره ده د چپتيا وو انګازې پکې...