شعرونه
د اوردو شعرونو ژباړه -- هلمند
ته مې يادېږې اشنا ته زما نه هېرېږې خپل ځان ته هم او نورو خلکو ته هم ما دا خبره دومره ډېره وکړه چې بس زړګى مې شين شو اوردو شاعر ( فرحت عباس شاه ) ژباړن : فرهاد ( هلمند ) له محبت دې څه په لاس راوړل ؟ د خوبونو له نشتوالي د وصال له کيفيت نه ورځ او شپه
هغه ...
هغه ... انتخاب : عبدالوهاب بلال لکه غزل د شاعر لکه جادو د ساحر لکه د سترگو ساغر لکه نغمه د رباب لکه غوټۍ د گلاب لکه د مينې کتاب لکه هوا د سهار لکه د مينې خمار لکه اواز د ابشار لکه شپېلۍ د شپونکي له درزا د زړگي لکه اوبه د منگي لکه نغمه د بلبل لکه مطلع د غزل لکه شمله د اتل لکه ښايست د سپوږمۍ لکه اواز د شپېلۍ لکه د وصل باران
غزل
غزل نصرت الهام نرۍ ژړا مې لا په ياد پاتې ده پکې موسکا مې لا په ياد پاتې ده د وصل هره شېبه هېره رانه د زړه درزا مې لا په ياد پاتې ده هغه کنځا مې اوس له ياده وتي هغه دعا مې لا په ياد پاتې ده د لېونتوب مې نور څه نه دي په ياد يوه صحرا مې لا په ياد پاتې ده هغسې بيا وګوره ، بيا م
جينۍ
څلوريځه دا چې ځان سره خندېږي دا جينۍ په يارۍ باندې پوهېږي دا جينۍ لکه اوښکه مې په سترګو کې مسکۍ ده په زړګي کې مې اوسيږي دا جينۍ
غزل - شيرين زوى
شهزاده شيرين زوى په دوه لاسو جوړېږي نه،څلور لاسونه نه شتهد وران کاله له ستر سره ورور لاسونه نه شته يوازې ژوبل،ژوبل امېدونه يې ملاتړ ديزما د ارمانونو تر شاه نور لاسونه نه شته د خداى د مرستې وړانګې،وړانګې لاس په ايښىد تکې تورې ورېځې پرې تک تور لاسونه نه شته بې درد چې يې په څېرې ګرېوانه پورې موسکىيتيم ويل زما د ګرانې مور لاسونه نه شته
پښتانه
خوبوړي دي ، خومار دي پښتانه خوبياهم لکه بيدار دي پښتانه هماغومره د بې لارو کمى نشته لکه څومره چې په لار دي پښتانه
کرکه مه کوه کاروانه !
کرکه مه کوه کاروانه ! پير محمد کاروان عجيبه يمه له مينې مې زړه ډک دیاوښکې اوښکې مې پرمخ وي را روانېله خوښۍ، له هيجانه اوله دردهدبلبل غوندې مزاج زما دزړه دیله نرګسوله ګلابوسره مينهله غاټولوسره مينهزه کومه بس له ټولوسره مينه@@@داپرون چې يې په جېب کېپروت کاغذ دمفلسۍ وترپاچانه هم لږزيات راباندې ګران وځکه سترګې يې مړې وې@@@دغه نن يې چې په جېب کې شين وزري نه ځاييږيخوله کبره له
آزادي
آزادي پير محمد کاروان چې ماشـــــوم تـــه په لــلولـلوللوکېمورپه مينه دوطن سندره وايــيچې دغره توره بلبله باغ ته راشيدسره ګل دشنه چمن سندره واييپه غاټولوکې راټولې جينکۍ چېدشهيددسره کفن سندره وايي په جاموکې نه ځاييږي سړی لوی شينوايله دازادۍ په معنی پوی شي ښايستوکې شکرغږي ماشومان چېپه کټ کټ اوپه چغارلکه طوطيان شيکتابونه چې په زړونوپورې نيسيجوماتونومکتبونوته روان شيچې دپوهې او
غزل
غزل جلال امر خېل د خپل روح اصلي تصوير په ايېنه کې شو ليدلى د ضمير په ايېنه کې د ښکلا د قدر شپې ته مخامخ ده ځان ته ګوري په ځير ، ځير په ايېنه کې زه ترې راغلم خو زما هغه همشکله کمبخت پاتې شو اسير په ايېنه کې بيا به نه وايې چې ولې لېونى شوې که دې وليد خپل تصوير په ايېنه کې
غزل
سترګې پټې زړه مې ډوب فکر خفه غوندې سې ده اشنا غم مې سې زړګې باندې ميلمه غوندي سېده رڼاګانو ده ښکلاؤو ده جذبو په ښار کې زړه می په يو نظر را مړ کي پرې تياره غوندي سېزما نه به هيڅ ستا توري سترګي تور لېمه هېر نه سېکه مې ده مخه دا دنيا چپه چپه غوندي سې کله په زړه سي مي چاپير سي داشنا يادونه اوښکي بيالې او سترګي دواړه مي چينه غوندي سې نور هيڅ ارمان به دی ،،سېلاب،، په زړه کي پاته نه سي که يه ليلی په څنګ يو واري ويده غوندي سي
دحسن سیلاب یوغزل
ده وفا وفا قصې سوې نورې ورکېده جانان ده غېږ مزې سوې نورې ورکې د وفا او ده وصال قصرونه وران سول د دېدن ښکلې درې سوې نورې ورکې سې په تمه ده دېدن به کې ولاړ وېهغه لارې او کوڅې سوې نورې ورکېسې هر وخت هره شېبه به په خندا وېده خندا هغه شيبې سوې نورې ورکېسې هر وخت به ېه جانان جانان وېلوهغه ژبه هغه خولې سوې نورې ورکېسې خماره به روان وې مېخانې ته ها ساقې او مېخانې سوې نورې ورکې چې ،سېلاب، ده تکبر ورباندې راغۍ بس د مېنې کروندې سوې نورې ورکې
خپل دخاپوړو کلي اګام ته!
اى کاش ! سږ پسرلي کې څو کيږدۍ اګام ته راشياى کاش ! چې بيا هغه مسته کوچۍ اګام ته راشيوه خدايه ! دا مو کله پېر زو کيږي په خپل کلي چې توره نېمه شپه کې دې ګولۍ اګام ته را شيځه خير ! که نن لمبه شوې تورې بوړې خو يو وخت به سلام ته دې يورپ نه شهزادګۍ اګام ته راشيچې کله له خپل ځان نه هم څو چنده ښکلي ګورې دستورو مشره خور،سپېنه سپوږمۍ اګام ته راشيوالله چې غزلتوري دې حيران شي ورته پاتېشاعره ! په سندرو چې مرغۍ اګام ته راشيزمونږه دا ساده کليوال خداى نه بيا ګيله کړيج
دنسیم پسرلي یوغزل
ښه سوه له ځانه چي تر ما يې ځان راورساووله تا نه مخکي په هوا يې ځان راورساووډېر يې ووېل وم ناځوانه خو اوس نه يم شپه درځمچي اذان وسو په سبا يې ځان راورساوودارو درمل يم مور مي ډېر ځلي ويلي راتهيار وو رنځور تر مسيحا يې ځان راورساوورقيب مي ژامه راتړله دا ونسول داسيمور که مي نه وه خو دعا يې ځان راورساوولکه ماشوم مي غبرګ لاسونه ور ته بر نيوليسپوږمۍ که رانغله رڼا يې ځان راورساووخپله ژبه که کلا ده که بلا، موږ خو خپلهکلا ته ورنغلو بلا يې ځان راورساوو"نسيمه"
د مینې انګړ
اې ښـکلـیـه ستـا د حـسن پـلــوشــې بــه مسکیدېستا سـترګــو پــښــتـنـو کـې بــه د ورایـه ځـلـیـدې یو ټـال دې پـکــې جوړ کړو ښه د میـنـې مـزیـدارد مـیـنـې پـه ټـالـۍ پــه زنـګــیـدو بــه خــوریــدې سـجــده د عـبـادت وه تــا د میــنـې کــړه یــاريد مـیــنـې عـبـادت کــې دی سـجـدو تــه ټـیټـیــدې انـګار د مـحــبــت ؤ سـره لـمــبه شـولـه د میـنـېد مــیــنـې سـره لــمــبـه وه پــه لـمـبــو بــه ســـوزیـــدې بــنــډار د عــاشـــقـۍ ؤ د میــنــې پـه ان
روژه
روژه دخدای درحمتونو میاشت دهروژه دزړونو درازونو میاشت ده ماته له هرڅه نه روژه ګرانه دهروژه درنګ رنګ نعمتونومیاشت ده زما ددې میاشتې اختر خوښیږيدښکلوښکلودیادونومیاشت ده دقدرشپه ترټولوغوره شپه دهداپه ریښتیا دثوابونومیاشت ده دحقمل تل مدام روژه خوښیږيروژه دډېروحکمتونومیاشت ده
دسیدنقیب سحریوغزل
بس دې ديار غمه نور مي مه چيړه اوتم له د مه نور مي مه چيړه لږه موده پس به ليونې شمه واوره اي صنمه نور مي مه چيړه شپه دهجر شپه وه لاړه تيره شوه زرراشه ګلپمه نور مي مه چيړه زه سحر په ګل پا ڼه غزل ليکم لري شه شبنمه نور مي مه چيړه
دمحمد علي عمري یوشعر
ټینګ سه اې زړګیه اشنا نه راځيرنځ به قبلوې مسیحا نه راځي ما ته یو فقیر په خوب کې وویلما ته یې وعده کړله بیا نه راځي هر کا رچې انجام نلري کار نه دیلا س به ځنې مینځې بریا نه راځي څوک سې جڼه جڼه کړي هیڅوک نه دیهیڅ که ترې نه سپینه وینا نه راځي ته شوې عمری په غم کې پوخ دومرهسخته به تر دې هم پرتا نه راځي
دفضل غني حقمل یوغزل
خدایه دشنواوسرو لښکروسره ژوندتېروومونږمسلمان اوس دکافروسره ژوندتېرووپه مخ څپېړې راکوي ساه موله ستوني باسيدڅوبدرنګه بریتوروسره ژوند تېروودبام په څوکه باندې نه خېژودیاردیدن تهپه وېره وېره له ډمبروسره ژوند تېرووبېګامې خوب کې لدې خپل کلي نه کډه بارکړه ځومرورله مروروسره ژوند تېرووراځه اشنا نور مې وجود کې تقواپاتې ندهدلته دښار له جادوګروسره ژوند تېرووحقمله تاخودرنګونودنیاجوړه کړلهمونږ خولااوس هم دډبروسره ژوند تېروو
دمحمدعلي عمري یوغزل
ورځ مې شپه سوه چې په لوري زما راغلهدیار غم وو لکه توره بلا راغلهپه کوم لوري به ترې ځان ژغورم دتللودقسمت لوبه له مخ او له شا راغلهورته کوز به دحسینو وي سرونهکه دبخت ستاره مخ ته دچا راغلهدا چې اوري مې پر مخ باران داوښکوزما دفکر په اسمان کې خو بیا راغلهشېخه هیر به دې اذکار شي که دې مختهپښتنه دجنت حوره پر خوا راغلهڅه آزارمې دئ اخیستئ نه پوهیږمچی لړۍ زما پر عمر سیاه راغلهعمري او بخت خو دومره سره لرېلکه څوک چې وای ځواني دبوډا راغله
دمحمدعلي عمري یوغزل
راليږونکی :محمدعلي عمريد راليږونکي پته :m.ali.omure@gmail.comنيټه : 06-08-2008 خا طرې دي چې پر زړه زما را اوريخوار قسمت می ژړوي په هر یو لوري زه پو هیږم زړه یې مینې ته نن شویچې یې مخ پټ کړو له شرمه نه را ګوري څوک چې ومري دهغه هر څه شي محوهخو شاعر پریږدي رنګین دغزل توري که مې وس وو چې پښتو ته مې سپک ګوريکړم حساب به په هغو داسمان ستوري عمري سپینې خبرې چې کړای نه شېیې پا ګل ورځه له مخه مې شه دوري په درنښتمحمدعلي
دمحمدعلي عمري یوشعر
راليږونکی :محمدعلی عمری / مسلم باغد راليږونکي پته :umare55@gmail.comنيټه : 18-07-2008 دسمندردغه ژوري څپيدلکه غرونه غرونهدا زوروري څپيدا مروري څپيیو می سیهلته دلتهپکښی دځانستړئ انځور ووینمودغه خپل انځور تهموسکا پر شونډو را وړمدغه ویر جني صحنيتل په خندا تیرومدغه درني بلا ويتل په مو سکا تیرومدهو سا ینيدیو سا حل په تمه په مینهمحمدعلی عمریجنوبی پښتونخوا مسلم باغ
پـه مـیـنـه کـې ژونـد
راليږونکی :Nasim Storiد راليږونکي پته :pakhtyan_Stori@hotmail.comنيټه : 05-06-2008 تل به په مینه کې ژوندی ئې دا ژونـدون کوه غـــــــږ د پــــــښــــــــتــــون کـــــــوه ژونـــــد ســـــــره مـــیـــــــنـــه بـــــــه زیـــــــاتـــــیـــږیمـــیـــــنــــه د یــــــــــــو بـــــل نــــــــــه زاریــــــــږیزړنـــــــــو تــــــــه لاری بــــــــــه لــــــــنـــډیـــــــږیپـه میـنـه پــوه شـه د نـفـرت ځـینـی بـیـلـتون کوه غـــــــږ د پــــــښـــ
غزل
د ژوند اوږده توبه مې ګناهونه ماتويد يار ليونۍ سترګې خمارونه ماتوي راوړي دي خمونو کې ساقي پردي شراب ديرندان زما د چم چې دې جامونه ماتوي زاهده دا خو واړه تش د پېو مجنونان ديمحراب کې چې په دروغو خپل سرونه ماتوي ما کړى دا سوګند دى چې به ځان درنه لوګى کړمافغان کله دلبره خپل لوظونه ماتوي نصرته لاس له مېني نه وانخلې څو دې سا ويمنزل ته نه رسېږي څوک چې زړونه ماتوي
غزل
خزان دی وړی درنه دا ګله ځونیمه شه مغروره په داخپله ځوانی لکه دشمعی په ورو ورو کمیږیچا ده لیدلی تل ترتله ځوانی راشه دچم دجینکو ښاپیرۍماهم راوړې له کا بله ځوانی ستا اننګونه می الهام اخیستئنه می لیدلې داسی بله ځونی عمری زوړبه هیڅ تر مرګه نه شېکه وه دیار درسره مله ځوانی محمدعلی عمری / مسلم باغ
د زرعي پوهنتون پېښور جینکو ته !
ای پښتني خویندو !تاسو زما بس دغه خواست واورېد زړه له کومي دا اواز واورېزمونږ ملګري ګلهمن دي دلتهد دوی پر زړو باندی پرهر دی دلته ای پښتني خویندو !چې کله کور نه بهر شې د خپل صوبې نه بهر شېد پښتو پت وساتئد پلار غیرت وساتئځکه چې مونږ پښتانهنړې کښې خپل څه تاریخاو څه کلتور لرومونږه یلدیږو په نړې کښې ډیړ غیرتي او با حیا پښتانهزه خو دا نه وایم چېعلم پریږدئتاسو تعلیم مه کوئخو !تعلیم هاغه چېتاسو نه خپل ځان هیر نشي