ارش ننګيال

غزل 

حسن کې دې ورک شومه پيدا مې که
لاره    راته     وښايه    بينا     مې     که


شپه   يمه   ويده    يمه   بې ر   وحه   يم
روح مې شه  بيدار مې کړه سبامې که


دومره بې  اثره  نه يم  خپل   مې     کړه
لپه   کې   مې   وساته    دعا مې  که


ستا مغُل نظر ته که پښتون نه  شوم
شونډو نه مې   وشړه   ښېرا  مې   که


ټکې راته راکه  چې   غزل  يې   کړم
دا رنګه  هنر  لرمه     غلا   مې    که


زه    مې    انتها   ابتدا    غواړمه
زر شه ليونی مې که رسوا کې  که