راليږونکی :سميع الدین افغانی
د راليږونکي پته :s-afghani@hotmail.de
نيټه : 06-12-2007

دا افغانستان دی

ای وطنه ګران وطن
ښکلی ګلستان وطن
دا مو د خاپوړو کور
دی جنت نشان وطن

ښه باغ او باغچې لري
رنګ په رنګ مېوې لري
ښار د قندهار زموږ
پيغلې پښتنې لري

ښګلي ننګرهار ته ځم
ګل د نارنج ښار ته ځم
بيا  د سپرلی موسم
د ښکلو ديدار ته ځم

غرونو کې زمريان لري
ژڼي اټن چيان لري
خلکو د پکتيا سيمه
ښه ښايسته ځوانان لري

لوړ نام او نشان زموږ
دا د اسيا بام زموږ
څومره لوړ شهرت لري
لعل د بدخشان زموږ

دروند په زيارتونو دی
ځای د طاعتونو دی
دا د غزنويانو کور
زړه د تاريخونو دی

لاړ به شو مزار ته بيا
د روضې ديدار ته بيا
سوال به د ايمان وکړو
د الله دربار ته بيا

دا مو د قومو کلی
دا مو د دودو کلی
لوړعالي کلتور لري
دا مو د نيکو کلی

لوړ په ټول جهان دی
دا کور د افغان دی
دا مو د پلرو کلی
دا افغانستان دی
-----------------------------
سميع الدين افغانی