Again
په بهر کې يو افغان هوټل ته د خوراک لپاره تللى و ، د خوراک د فرمايش يوه توکمه يې چې ووهله (( الوګان )) ورته راغلل .
سړى خپه شو او په فکر کې لاړو چې له دې نه خو په افغانستان کې تنګ و ، په خواکې يې يو انګرېز ناست و هغه د Again بټنه ووهله قورمه ورته راغله . دده غريب هم قورمې ته زړه وشو او بې له ځنډه يې د Again په دوکمه ګوته زور کړه . کله چې يې وليدل بي ( الوګان ) ورته راغلل نو په غوسه يې هوټلي راوغوښتل او ورته يې وويل . (( ظالمه دده Again ته وګوره او زما Again ته وګوره .
يوځاځى
يو ځاځى چې په لومړي ځل کابل ته تللى و ، کله چې بېرته خپل کلي ته لاړ ، هلته چا ترې پوښتنه وکړه چې څه دې وليدل .
ځاځي بې له ځنډه وويل : ياره بس چې ورته کتل به دې ښه ښايسته زلميان و خو چې خبرې به يې وکړې (( ټس پاړسي به يې خولې نه راووتله )) .
هاهاهاهاها
يادونه : په دې ټوکو که کومه ټوکه ورزياتولاى شئ ، ورزياته يې کئ .
مننه