سوچه کافر
يادونه : دغه وخت چې زمونږ ادبي ياران د هجرت له ديار ( پېښور ) نه هېواد ته راستانه شول او دلته يې دندې شوې ، ځينو نورو يارانو به بيا هلته د طنزپه ژبه (سوچه کافر) بلل ، د همدوى له جملې يو ښاغلى الهام هم و چې په کابل کې يې د دندې سره د پېښور ادبي بانډارونه پالل ، د هغه د تسلۍ لپاره مې دغه نظم ده ته ډالۍ کړى دى .
شيرين زى
تا هم پرېښودم يوازې
ګرانه تا هم راته شا کړه
دادې څه وکړه ملګريه
فاصله دې راپيدا کړه
درې يارانو کې يو ته مې
له نظر ځنې پنايې
خو په زړه کې راسره يې
خير که غر ځنې پنا يې
دا دوه نور ياران مې ګرانه
تر تا لږ څه وفادار دي
دوى مې نه پرېږدي يواځې
دوى مې مل د ژوند په لار دي
درې ملګرو کې يواځې
خداى دې کم مه کړه ته کم يې
خو ځه خير دى ته انسان يې
نه مې درد نه مې قلم يې
ځه پرېږدو دغه خبرې
حال مې پوښته حال دې وايه
ها ملنګ زړه درسره دى
که پاچا شو خيال دې وايه
ته اوس هلته يې يواځې
که څه ځان سره لرې ؟
د ماضي اړيکې اوس هم
خپل ارمان سره لرې ؟
که يواځې د مادياتو
د اغېز تر سيوري لاندې
د احساس د مړي سر ته
ښه په زوره ، زوره خاندې
پام احساس بايد زمونږه
څلورم يار وي يارو
که احساس ژوند ته اجل دى
نو پايښت ته دى پارو
نور که هلته دى که دلته
يعنې لر دى او که بر دى
ديوې بلا اغېز دى
ديوې بلا اثر دى
پروا نشته که د ځينو
په نظر سوچه کافر يې
چې سوچه يې نو بس پاک يې
ماته وايي ( سخا ماجر ) يې
زه په څنګ کې د ميرې يم
ته د مور غېږې ته لاړې
خدايزده ولې خلک وايي
چې د اور غېږې ته لاړې
ګناهګار نه شم په دې مې
د دخولې دروازه بنده
کنه ښايي چې پر ماوي
د توبې دروازه بنده
خداى دې راولي صديق چې
تور بلال غلام ازاد کړي
مهاجر غلام ازاد کړي
کليوال غلام آزاد کړي
دثواب او اوبال فرق خو
له سړي ورک شي غربت کې
چې وي دلته په محنت کې
ښايي هلته وي جنت کې
که بادار ، مسلمان غواړې
په جهان ښايي چې نه وي
که غلام مسلمان نه وي
مسلمان ښايي چې نه وي
زما زړه خو خزانه ده
د بلا ډېرو خبرو
ستا دې زړه وي له ايمانه
اولاس ډک له ملغلرو