غزل

نصرت الهام

آن تر سبا راپسې منډې وهي
ياد د يو چا راپسې منډې وهي

لکه مجنون ورپسې منډې وهم
لکه ليلا راپسې منډې وهي

د مرګ په لوري ورنه تښتمه زه
د مرګ بلا راپسې منډې وهي

کله ساقي راته ډک جام نيولى
کله ملا راپسې منډې وهي

الهامه ! غم به دې ترڅو ژاړم
يوه خندا راپسې منډې وهي