غزل


هميش پريږدي ما څنګ ته خپل ديوال زما ملګری
تل بد وي  او که ښه شي هم زما حال زما ملګری

د لرې لرې ماته اشارې چې کوي تل
په ټول بدن کې ستا د زنې خال زما ملګری

ستا د طوفاني نظر د ماتې به سبب شي
چې شته د اسويليو نه جوړ ډال زما ملګری

يار ستا حسينېه غاړه به پرې څومره ښکلې ښکاري
چې ورکړم ورته زه خپل زړګی لال زما ملګری

اسمان ته د غزلو به ضرور ما بابر بيايې
چې ستا خو راسره شي ښکلی خيال زما ملګری

بابر امين زى