يادونه : دغه شعر ښاغلي مصطفى اکبري رالېږلى دى ، اکبري صيب د بي بي سي د ماشومانو په تعليمي پروګرامونو کې د بنجاري ماما په رول کې کار کاوه  ، او اوس همدلته د دري ژبې ليکوال او پروډيوسر هم دى .

تنده www.tolafghan.com/thanda

 

د مينې شاگرد

 

شاعر نه وم شاعر شوم
ستا د عشق شعرونه وايم
په ښارو په بيديا کې
په دښته او په سارا کې

طبيب مې ته
قاتل مې ته
درياب مې ته
ساحل مې ته
د ژوند مقصد مې ته يې
تا ته خپل خيالونه وايم

د ژوند هره سلگۍ مې
ستا د مينې مهالونه
استاد د عشق مې ته يې
درته خپل درسونه وايم

  ٢٢- حمل ١٣٨٦
    سيد مصطفىٰ اکبري