راليږونکی :عبدالوهاب \\
د راليږونکي پته :a_bilal_m@yahoo.com
نيټه : 26-12-2007


د خپل فکر بت خانه کي
جوړوم ستا تصويرونه

د ګلاب په شان ځواني ستا
دواړه سترګي دي ګلونه

چه په مخ دي لاس را کاږم
نو ويښته دي رانه وران شي

چي ويښته دي سمومه
نو باڼه دي رانه وران شي

کله ځان ته په غصه شم
خپلي ګوتي تاوهمه

کله بيا ګلونه واخلم
ستا په زلفو کي ئې کږدمه

داسي ټوله شپه شي تيره
داسي هره شپه تيريږي

زما ټول فکرونه وران شي
خو تصوير دي نه جوړيږي

 

اي شبنمه خوش قسمته
ته ګل چي ته په مخ پروت ئې
زه چه يار ته ورنيزدي شم
راته وائې څوک به راشي


انتخاب عبدالوهاب (( بلال ))