غزل
جلال احمد امرخېل
پړمخې پروت په ميکده کې نه يم
جانانه لا خو په نشه کې نه يم
څه وايې تا به راته نه راکوي ؟
ورته پنځه وخته سجده کې نه يم ؟
نصيبه ووايه ګناه مې څه ده ؟
چې تل په ځه کې يم راځه کې نه يم
نن مې په خپل نظر شکمن غوندې يم
نن دې د سترګو ائېنه کې نه يم
له دې نه پس درپسې نه ژاړمه
له دې نه پس دې په کيسه کې نه يم
د اسرافيل يوه شپېلۍ مو ترمنځ
درنه په لرې فاصله کې نه يم
زه درنه غواړمه پرېکړی ځواب
زه دې منطق او فلسفه کې نه يم
27.12.2007
- نصرت الهام
زموږ او ستاسو ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه وسلم) ددي مبارکې دعا په اړه فرمايلي دي :
څوک چې دغه دعا يووار په هديره کې ووايي، نو الله (جله جلا له) به ورڅخه دپنځه ويشت زرو کالو عذاب پورته کړي .
که يې دوه واره ووايي، نو الله (جله جلا له) به ورڅخه دڅلوېښتو زرو ک...
27.12.2007
- نصرت الهام
راليږونکی :عبدالوهاب \\د راليږونکي پته :a_bilal_m@yahoo.comنيټه : 26-12-2007
د خپل فکر بت خانه کي جوړوم ستا تصويرونه
د ګلاب په شان ځواني ستادواړه سترګي دي ګلونه
چه په مخ دي لاس را کاږمنو ويښته دي رانه وران شي
چي ويښته دي سمومهنو باڼه دي رانه وران شي
کله ځان ته په غصه ش...