يادونه : دغه شعر محمد اجمل فطرت رالېږلى دى .

ورته خپروو يې .

 

غزل

ما چې کله ستا د غم سندرې ويلې
لېونيو چم په چم سندرې ويلې
بس عجيبه غوندې مينه وه د دواړو
دلته ګل دلته شبنم سندرې ويلې
ستا په نوم چې ستا د چم خلکو سنگسار کړم
ما په هغه وخت کې هم سندرې ويلې
د زړگي د مات رباب په هر يو تار مې
د درخو او د ادم سندرې ويلې
هر خوږمن مې راته ويل چې شه منکر خو!!
ما تر داره د صنم سندرې ويلې
له فطرته و مجبوره نور څه نه و
کائناتو د ماتم سندرې ويلې


محمد اجمل فطرت