لنډه کيسه : د سلو ورځو مينه !!
ژباړونکی (بابر امين زی )
پيټر او ټينا په پارک کې ناست و او داسمان په لور يې کتل خو نورو ملګرو يې د خپلو معشوقو سره ټوکې ټکالې کولې، ټولو دوصال له شېبو خوند اخيسته .
ټينا- زه خو زړه تنګې شوم ، کاش ماهم يو ملګرى درلوده چې اوس راسره واى .
پيټر- زه فکر کوم چې يواځې زه اوته بې ياره يو ، مونږ يواځني خلک يو په دې پارک کې چې چاته مو وعده نه ده ورکړې .
دواړه ديوې شېبې لپاره خاموشه و، خو ټينا سکوت مات کړ .
ټينا- زما په ذهن کې يوه خبره وګرځېده .
پيټر- هغه څنګه؟ .
ټينا- راځه زه او ته يوه لوبه (ګيم، جواري) وکړو چې څه کېږي .
پيټر- څرنګه لوبه ؟
ټينا- داډېره اسانه لوبه ده ، زه به دسلو ورځو لپاره ستا ملګرې شم او ته به زما ملګرى شې وګورو چې څه کېږي ،
پيټر- هوکى ... زه ددې لوبې (ګيم ، جوارۍ ) دپيلولو لپاره تيار يم ، زه هم راتلونکي څو مياشتې څه خاص پلان نه لرم .
ټينا- ( سترګې يې روښانه کېږي اوپه هيجان وايي ) چې داسې ده نو له همدې نن ورځې زمونږ دسل ورځو مينه پيل شوه ، وايه چې چرته چکر وهو ، کم خواته دسيل لپاره ځو ؟؟
پيټر- بيخي سمه ده خو ستا دفلم په اړه څه خيال دى ؟ اورېدلي مې دي چې سينما کې ډېر ښه فلم لګېدلى دى .
ټينا- زه هم له دې نه کومه ښه مشوره نه لرم ، ځه چې پرې ورځو .
((دواړه دسينماچکر وهي فلم ګوري او په ډېرې خوښۍ ورځ تېرېږي ، شپه کېږي او يوبل کورته سره رسوي ))
دوهمه ورځ
دواړه ښار ته ځي او دخپل ملګري دزېږورځې لپاره تحفه رانيسي ، ورپسې يوځاى ايسکريم سره خوري اونن په لومړي ځل يوبل ته غاړه ورکوي .
اوومه ورځ :
پيټر ټينا دغره په لور بوځي او لمر لوېده( غروب) په ګډه سره ګوري ، کله چې شپه کېږي او سپوږمۍ ځلېږي دوى وايي(( راځه چې پردې شنو وښو کې کښېنو او يوځاى داسمان ستوري وګورو)) ، دواړه په شنه چمن کې خواپه خواناست وي چې په اسمان کې يو ستوري منډه کړه ، ټينا له ځان سره وبنګېده .
پنځه ويشتمه ورځ
ورځ يې په پارک کې تېره شوه او بريښنايي موټرونه يې خوند واخيسته ، غرمه مهال يې سرېکړې غوښې اونور خواږه سره وخوړل ، وروسته دواړه دښکار خونې ته ورغلل ټينا ددې پرځاى چې پيټر ترلاسه ونيسي په سهوه کې يې دبل سړي لاس ونيوه اودواړو ديوې شېبې لپاره ښه وخندل .
اوه شپېتمه ورځ
دواړه سر کس ته ولاړل هلته يې جوړې شوې نندارې سيل کاوه ، مداري له ټينانه غوښتنه وکړه چې دده سره په دغه ننداره کې دهمکارې رول ولوبوي ، دسرکس له نندارې نه وروسته يې نورې ساتېرۍ هم وکړې، له هغې وروسته فال کتونکي ته ورغلل بينا ورته وويل ، باباله همدا اوسه دې ژوند ارزښتمند کړه ، ددې خبرې په اورېدو دفال کتونکي په غمبوري يوې اوښکې منډه وکړه.
څلور اتيايمه ورځ .
ټينا غوښتنه وکړه ترڅو دوى ساحل ته ولاړشي ، هلته هم دومره ګڼه ګوڼه نه وه په لومړي ځل يې يوبل ښکل کړل ديوبل شونډې يې پرشونډو ونيولې او خونديې واخيسته .
نهه نوييمه ورځ
دوى پرېکړه وکړه ترڅو ورځ ډېره په ساده توګه سره تېره کړي ، نن ورځ په ښار کې وګرځېدل او په پارک کې يې له ناستې او دډول ، ډول خلکو له کتو خوند واخيست .
١:٢٣ دماسپښين .
ټينا-تږې يم ، راځه چې ديوې شېبې لپاره دمه شو .
پيټر- ديوې شېبې لپاره انتظار وکړه زه تاته دڅښاک څه راوړم ، هو ! رښتيا څه دې خوښېږي ؟
ټينا- (مسکۍ شوه ) اوس خو مې هرڅه خوښېږي ځکه ډېره تږې يم خو که دمڼې جوس دې پيدا کړ ښه به وي .
١:٤٣ دماسپښين
ټينا د٢٠ دقيقو لپاره انتظار وويست خو دپيټر درک ونه لګېږېد ، په دې شېبه کې يو لاروى راغى او له ټينا ته يې بې مقدمې وويل : ((وبښۍ ستاسې نوم ټينا دى ))
ټينا- (په حيرانۍ) هوکۍ صيب مګر زه ستاسې څه خدمت کولاى شم ؟
لاروي وويل : هلته لاندې يوه نشه ډرېور يوکس په موټر وهلى فکر کوم چې هغه ستا ملګرى دى .
ټينا په منډه هغه ځاى ته دلاروي سره ورغله ، پيټر دسرک په غاړه پروت دى او مخ يې په وينو دى ، دمڼې جوس يې هم په لاس کې نيولى دى ، امبولانس راغى او پيټر يې روغتون ته يوړو ، ټينا پوره پنځه ساعته دبيړنۍ خونې ترمخ ناسته وه ( ډاکټر له کوټې راووت )
١١:٥١ دشپې :
ډاکټر- بښنه غواړم څه مو چې کولى شول وموکړل ، تراوسه پورې ساه اخلي خو کېداى شي چې هغه دانړۍ پرېږدي ، دهغه صحت چندان جوړ ندى ، داليک مې دهغه له جيبه راوويست .
ډاکټر ليک ټينا ته ورکړ ، ټينا دپيټر لپاره دعمليات خونې ته ورننوته ، پيټر کمزورى خو کرار ښکارېده ، ټينا ليک ولوست او ناڅاپه يې پر مخ تړمې اوښکې راکوزې شوې .
داهم ليک :
ګرانې ټينا !
زمونږ سل ورځې تقريباً پوره کېږي ، او په دغې ورځو کې مې له تاسره ډېرې ټوکې وکړې ، کېداى شي ته به نور نه غواړې چې ماسره وخت تېر کړې ، خو بياهم که هرڅنګه وي دغې ورځو زما په ژوند کې ډېر بدلون راوړى ، او دغې ورځو ماته دومره خوندراکړى چې ټول عمر به مې په خوله کې وي ، زه پوهېږم چې ته يوه ښه نجلۍ يې ، زه له تانه نور څه نه غواړم خو دغه ورځې کاش چې مااوږدولى شواى او دتل لپاره مې تاسره مينه اوملګرتيا کړې واى.
ټينا ! ته زما مينه يې !! زه له تاسره مينه لرم .
١١:51 دشپې
ټينا- ( په نيولي غږ چې سلګۍ وهي ) ته پوهېږې پيټر چې په هغې شپه چې په چمن کې ناست و دستوري دغورځېدو پر مهال ماڅه غوښتي واو څه ارمان مې کړى و ؟ ماله خداى نه وغوښتل چې مونږ دتل لپاره سره يو ځاى کړي ، خو مونږ دسلو ورځو لپاره انګېرلې وه چې مونږ به ملګري و ، پيټر ته مايواځې نه شې پرېښودلاى زه له تاسره مينه کوم، ما يواځې مه پرېږده . (سلګۍ ) .
خو کله چې دساعت ستنه پر دولسو ودرېده دپيټر زړه هم ودرېده اوپه دې ځاى ددوى دسلو ورځو مينه بشپړه شوه .