راليږونکی :محمد وزیر روان
د راليږونکي پته :jahani_habibi@yahoo.com
نيټه : 30-12-2007

غزل

خاونده څومره دې ازل کې بد نصيب پيداکړم
ددغه ټول جهان په وړاندې دې رقيب پيداکړم

ټول بنده ګان دې دنفرت په څېرکتنه کوی
پدی بشر کې دې يوازې لوی آسيب پيداکړم

‌ډېرمې ناقص ګڼي په دې چې قدرت نه پیژنم
دامې تقدير دی چی د دې لارکی معيوب پيداکړم

دابه ضرور یوځل رسول ته په مضحر کی وايم
چی دې خالق په دی جهان کی بی حبيب پيداګرم

څومره په خلاص لاسونو اوس راته پردی کړه مينه
بيايی داور اوسرو لمبو لارته قريب پیداکړم

قدرت چی کله له ازله تقديرونه ويشل
زه يی فدا د څو ظالمو دفريب پيداکړم

لومړی دی مينه کی پېدا بيادی جدا کړمه ترې
خانده څومره دی ودرد ته په ترتيب پيداکړم

روان دردونه دی چی کله ترې غزل جوړوی
دعوه يی نه ده چی خاوند چيرته آديب پېداکړم

محمد وزير روان
۱۶/۱۲/۲۰۰۷
دغه شعر محمد وزير روان ويلې او رالېږلې دې. پونا مهارشترا، هندستان

 

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

 

راليږونکی :Zakir Ullah
د راليږونکي پته :z_afg@yahoo.com
نيټه : 27-12-2007


غزل

په لار کښي ورته ناست يم خو جانان نه راځي
مرم به زه له درده څو درمان نه راځي

مودي اوشوي چي ور مي وصال ته ټکولۍ
په در کښي ورته ناست يم خو دربان نه راځي

د زړه په دښته راشي مي وريځي کله کله
يوه څاڅکې يي ژوند دی خو باران نه راځي

بی درده زمانې د لاڅه خير که نن جدا يو
د زړونو منځ کښي چيري هم هجران نه راځي

د ميني دا ګلونه تری نه واخله انکار مه کا
په دي لاره خو بيا به ذاکر جان نه راځي

ذاکر الله
(z_afg@yahoo.com)
 

 z_afg@yahoo.com
Compose Email

Add to Contacts