غزل

ستا دې او زما سترګې ملګريه

موږ پسې دنيا سترګې ملګريه

 زه به پرې مزل په شپو کې لنډ کړمه

ستا کوي رڼا سترګې ملګريه

 ماته په غضب چې اشنا وګوري

اخلي رانه ساه سترګې ملګريه

 ړوند ؤ تر پرونه پورې يار نن زه

ورکړې يار ته ما سترګې ملګريه

 زه بابر به ستا په کلي نه درځم

تا کړې نا اشنا سترګې ملګريه

 

غزل

دا نظر زما د نظر عکس دی

دا اثر زما د اثر عکس دی

 خوب نه چې راويښ شوې غيږ دې تشه وه

دا سحر زما د سحر عکس دی

 ته چې اشنا نيمه لار کې پريښودې

دا منظر زما د منظر عکس دی

 جوړ په تا محشر او بې کسي ګوره

دا محشر زما د محشر عکس دی

 دا د جوړيدو نه دی خواري مه کړه

دا پرهر زما د پرهر عکس دی