ړنده نجلۍ
ژباړن : بابر امين زى
هغه پر دواړو سترګو ړنده وه ، تل به يې داسې خبرې کولې چې له ژوند نه دنفرت بوى به ترې راته ، له هرچا يې کرکه کوله او هر څوک ورته بدښکارېدل ، خو يو ښکلي هلک سره به يې کله کله خندل دهغه مرکې خوښي وربښله ، په هغه مينه وه ، دهغه په مينه يې ژوند کاوه او ژوند يې زغملو .
نجلۍ به تل ارمان کاوه ويل به يې ، کاش !! که ماسترګې درلودلاى ، خپل مين ته به مخاطب شوه ، ګرانه !! اوس به ستا داوږو بار شم خو که زما سترګې واى مابه ارومرو تاسره واده کړى واى .
همداسې وشول ،دطب دډېر پرمختګ په برکت!! دنجلۍ سترګې روغې شوې ، هغې ته ډاکټرانو نورې سترګې ولګولې ، او اوس يې کولاى شول چې دټولې نړۍ ښکلاګانې وګوري ، اوس نو ددوه مينو ديوځاى کېدو وخت و ، اوس نو دنجلۍ دکړې وعدې دپوره کېدو وخت و اوهلک هم دهمدې ژمنې دورځې په رارسېدو ډېر خوښ مالومېده .
ترټولو لومړى يې په خپل مين سترګې ولګېدې چې ورته ويل يې ګرانې !! اوس خو به ماسره واده کوې؟ اوس خو به زماسره دژوند دلارې ملګرتوب کوې؟ ! مسکى شو او دکټ په بازو يې لاسونه کېښودل .
هغې وکتل چې هلک هم ړوند دى ،نو ډېره ووېرېده ، په ډېروسختو الفاظويې ځواب ورکړ، ته خو ړوند يې او زه نشم کولاى چې تاسره واده وکړم ، هغه مهال زه نه وم خبره چې ته ړوند يې ځکه مې تاسره دواده ژمنه کړې وه .
دهلک په پوچو سترګو کې اوښکې راغى او په خپله مخه ولاړ .
څو ورځې وروسته نجلۍ يو ليک ترلاسه کړ چې پکې ليکلي و:
ګرانې ! سلامونه
زما دسترګو خيال ساته او زه به له تاسره ټول عمر مينه کوم .