نوکر
ژباړن : بابر امين زى

 ښځې او مېړه وغوښتل چې ديو ملګري دواده په مراسمو کې دګډون لپاره لاړ شي ، ځکه خويې دماښام ډوډۍ تياره نه کړه او خپل نوکر يې چې ددوى لپاره به يې ډوډۍ پخوله هم رخصت کړ.

دواده ماحول دښځې چندان خوښ نه شو، د واده ډوډۍ يې وخوړه اوغوښتل يې ،چې خپل خاوند په خوښه کورته لاړه شي  .

خاوند يې خپل خواږه ملګري ډېره موده پس ليدلي وو غوښتل يې زاړه يادونه ورسره تازه کړي ، په کړس، کړس سره وخاندي پيالې وکړنګوي او مرکې سره وکړي ، ځکه خو يې کور ته زړه نه کېده او خپلې ښځې ته يې دکور ته تګ اجازه ورکړه ، خاوند يې وويل :

- ته ولاړه شه زه به ناوخته درشم .

ښځه سړک ته راووته او يوه ټکسي يې خپل کورته کرايه کړه ، کله چې له ټيکسي نه دکور مخې ته کوزه شوه دکوردروازه يې خلاصه او څراغونه يې بل وليدل ، په چستو قدمونو خپل کور ته ننوته او ټکسي وان يې رخصت کړ .

ګوري چې نوکر په کور کې ګرځي راګرځي ، تندى يې تريوشو سترګې يې له غوصې نه نيغې راووتې او خپل نوکر ته يې، چې مخامخ ورته ځوړند سر ولاړ و ، په قهر جن او آمرانه انداز وويل ماپسې راځۀ .

ښځه دملاستې دکوټې په لور روانه شوه او نوکر ورپسې وروسته کوټې ته ورننوت.

هغې دنوکر په سترګو کې خپلې سترګې وګنډلې ، نوکر ځمکې ته وکتل او دشرم خولې يې په تندي راماتې وې .

ښځې  په لوړ غږ په آمرانه لهجه وويل :

کمر بندخلاص کړه او زما کميس وباسه .

اشپز په ځوړندسر دهغې دامر اطاعت وکړ، کميس يې چې دکوټې په منځ کې دپرتې چوکۍ په تکيه واچاوه هغې سمدستي وويل  : اوس نو مې جرابې اوباسه نوکر يې امر ومانه ، هغې بيا وويل اوس نو په منډه زما پرتوګ وباسه او له کوم ځاى نه چې دې راخيستى وي هملته يې وځړوه ! .

هغې خپل غاښونه سره وچيچل او دنوکر په سترګو کې يې سترګې وګنډلې .

- که بيادې زما جامې اغوستې وې په همغه ورځ به دې وشړم ، د ټلويزيون رموټ يې په لاس کې واخيست ، دتلويزيو ن چينلونه يې بدلول خو خپلې خبرې يې هم جاري ساتلې ،  تاته خو مونږ رخصت هم درکړى ولېونيه ! ، که دومره دې له اداکارۍ ( اکټينګ ) سره مينه وي لاړشه په ټلوزيون کې کار وکړه.