شعرونه


غزل - کاروان - نوى

غزل پير محمد کاروان په دې خپل ځان باندې خو نه خوږېږي مينې په تا پسې مې زړه خوږېږي ګل چې د تندې په قمچينه وهي په دې دټول جهان اوبه خوږېږي بېګا مې ټوله شپه په ويښه تېره نن مې په ټوله ورځ لېمه خوږېږي ځکه يې غږ تر ګني خوږ لګېږي شپېلۍ په غم کې د شپانه خوږېږي له ډېره درده درته غږ نه کوي کنه دا ټول کاڼي د غره خوږېږي د مرګ شراب چې وڅښي درد يې هېرشي ويښ په ګوزار ډېر تر ويده خوږېږي کارو

13.03.2008 نصرت الهام

پرخه -- محمد عيسى جانان

پرخه زه به شم پرخه اشنا ته شه غونچه د گلو زه به په شرنگ ورېږم دا ستا په پېغلو څانگو او شپه به تېره کړمه په دوه نازکو پاڼو د لمر د څرک سره سم اوبه اوبه به شمه د غونډې زنې شينکي خال باندې به وڅڅېږم بيا به د شونډوپه پستو قدمو په صراحي غاړه راوبهېږم يو څه به دمه شمه د دوه پنډکو په منځ د دمه ځاى نه به کوزېږم ستا د پښو خاورو ته تر څو تازه پاتې شې د لمر تاودې وړاندې دې مړاوې نه کړي زه به شم پرخه اشنا

13.03.2008 نصرت الهام

غزل -- هجرت الله اختيار

غزل هجرت الله اختيار : جلال آباد راټولومه هر ماښام سهر شيندلى وجودد رڼاګانو په وجود پورې تړلى وجود ددې لپاره چې ستا يو حسن نه دوه راجوړ شيد ايينې په څېر مې ستا مخ كې بايللى وجود وخت نور پر موږ د څه احسان ښه ده كولى نشيتا ځان كړ محوه لكه شمعه ما سېځلى وجود په هر قدم مې ستا ارمان كړى دى خپله روحه په هره لاره چې پردى راسره تللى وجود

11.03.2008 نصرت الهام

دوه غزلونه

غزل عيسى بهرام : ډنمارک زه چې داستا په څېر غمخور لرمه يار لرمهکله پروا زه درقيب يا داغيار لرمه چې يې دزلفونه کړۍ وي جوړه کړې راتهپه شوق ورخېژم ويره کله له دې دار لرمه وم خريدار دتش ديدن هغه مې واخيستلونوردلعلونو تمه کله له بازار لرمه

10.03.2008 نصرت الهام

پېښور جلال آباد او ډنمارک - درې رالېږلي شعرونه

  غزل م – همراز  : پېښور دجانان سترګې حساب راځنې غواړي راته ګوري او ځواب راځينې غواړي دغه کلى چې په سرو وينو رنګ شوى لا موړ ندى انقلاب راځينې غواړي هک حيران يمه چې څه به راپېښېږي تن بوډا شو زړه شباب راځينې غواړي اندامونه مې وتلي دي له کاره د تکبير نعره شتاب راځينې غواړي د ټپې آواز شو پورته له ميونده د سرو وينو سور سېلاب راځينې غواړي زه پښتون يمه غيرت مې افغاني د

06.03.2008 نصرت الهام

تۀ ---- جلال احمد امرخېل

    يو شعر د کره کتنې لپاره   ، هيله ده سالمې مشورې راکړئ  . جلال                    تۀ جلال احمد امرخېل   رڼا په تکه توره شپه کې ته يې راسره مل هره لمحه کې ته يې دښته کې ته يې په ذره کې ته يې د مرګ او ژوند په فاصله کې ته يې تصوير په تشه ائېنه کې ته يې

26.02.2008 نصرت الهام

غزل --- الهام ٢٠٠٨ -- ٢ -- ٢٠

                غزل نصرت الله الهام   راشه جانانه ، ژوندون نه تېرېږي پرته له تانه ، ژوندون نه تېرېږي داسې خو هر وختې خندلى نه شم داسې اسانه ، ژوندون نه تېرېږي د هر قدم لپاره خير غواړمه بې له ګنا نه، ژوندن نه تېرې

20.02.2008 نصرت الهام

غزل -- محمد عيسى جانان

  غزل محمد عيسى جانان   ځي په تللو تللو کې ستنه شي راته وخاندي زه له غمه زېړ شمه دا شنه شي راته وخاندي اوښکه مې له درده تاو راتاوه شي په سترگو کې نه څاڅي ليمو نه، پښتنه شي راته وخاند ل ېچو نه چې پورته ځم تر غاړې پورې هو وايي شونډو ته چې وړاندې شمه نه شي راته وخاندي خود به مې قلم ورباندې څو بيته غزل ليکي شپ

17.02.2008 نصرت الهام

ژوند کول دي ، ژوند پکار دى چې ژوندي يو

  دوه بيتونه که سکروټې که ګلزار دى ، چې ژوندي يو ژوند کول دي ، ژوند پکار دى چې ژوندي يو مونږه ځکه يو ژوندي چې مونږه مړه شو مرگ و لاړ راته په لار دى چې ژوندي يو      

18.02.2008 نصرت الهام

د جلال امرخېل ښکلى غزل

                      ګل تصوير                جلال احمد امرخېل                                   &nb

09.02.2008 نصرت الهام

شاعري پکې آزاده ده ---- روغانى

  غزل روغانى ځار شم له دُنيا نه ، دلبري پکې آزاده ده هيڅ تپوس يې نشته ، مُفتخوري پکې آزاده ده ظلم پکې نشته ، بې ګناه قتلونه نه کېږي بې سرټفکيټه ډاکټري پکې آزاده ده کلَرک دى که افسر دى که ډاکټر دى که قاضي وکيل نور د داسې خاصو خُودسري پکې آزاده ده يو خوا شريعت د ژوندو مړو احاطه کوي بل خوا د بابا منجاوري پکې آزاده ده يو خواته بې تاجه بادشاهي

05.02.2008 نصرت الهام

غزل - انتظار خادم -- جلال آباد

    سيد انتظار خادم : جلال آباد د راليږونکي پته :sintizar.khadim@yahoo.comنيټه : 03-02-2008 غزل د سترګو رپ کي رانه اخلي ښه ارزانه زړونهچارانه واغستل او وغواړو د چانه زړونهدلته خو غشي څوک د ښکار لپاره نه ګرځويد ښکلو چم دي پيدا کيږي پريمانه زړونه يو څو به وي دا سي خو نه ده چي بالکل نه شته دي که پسي وګرځو ښه ډير به وي جانانه زړونه قسم دي ډير دغي نړئ کي تنها شوي يمه خير دي زما لپاره وشينده بارانه زړونه

03.02.2008 نصرت الهام

غزل --- الهام ---نوى

  غزل نصرت الله الهام بندګۍ کې څه شک ساته ؟ بس يقين دې پې کلک ساته د بري لاره همدا ده زړه له مينې نه ډک ساته ښکليه حسن به دې ښه وي خو د سترګو نمک ساته

05.02.2008 نصرت الهام

غزل -- اباسين يوسفزى

غزل آباسين يوسفزى ګل کرم ازغي کېږي حيران يمه حيران هر څه په تندي کېږي حيران يمه حيران دا د حسن لمر چې درنه پورې غاړه پرېوځي څنګ به دې خاني کېږي حيران يمه حيران سوځمه هرڅو که د لمبو په منځ کې پروت يم بيا مې هم يخني کېږي حيران يمه حيران دغه د وطن حسن شناس دي چې يې ويني يوې په سپرلي کېږي حيران يمه حيران ته د آباسين په غاړه وچې شونډې ناست يې ستا هم زندګي کېږي حيران يمه حيران

31.01.2008 نصرت الهام

د وصال او د سجدو مانا يوه ده -- الهام

  غزل نصرت الله الهام د وصال او د سجدو مانا يوه ده د امېل او د تسبو مانا يوه ده تورې ورېځې دي په غرونو راخورې دي تورې زلفې په اوږو، مانا يوه ده چې جزبه يې د سپېڅلي زړګي نه وي نو د اوښکو او اوبو مانا يوه ده د نظر په دايره کې چې اوسېږې ستا د ورځو او دشپو مانا يوه ده مسلمان نه دى الهامه پښتون نه دى د اسلام او د پښتو مانا يوه ده &nb

30.01.2008 نصرت الهام

د نبيله غزل نوى غزل

            غزل نبيله غزل که مرور شې ؛ نو پُخلا به دې کم که رانه ورک شولې پيدا به دې کم که په خندا شوې په خندا به شمه که په ژړا شوې ، په خندا به دې کم ددې نري زړګي درزا به دې کم په خپله لپه کې دُعا به دې کم ګلابه ! خداى دې راته تل لره که ژوند باقي وو نو معنا به دې کم    

30.01.2008 نصرت الهام

لويه خدايه ! لويه خدايه

        لويه خدايه ! لويه خدايه                         ساجد خدايه  زۀ درنه يرېږم خپل دښمن وژلى نه شم وايم !  دا خو ستا بنده دى وايم  ما غوندې انسان دى له دښمن نه هم په وېره ځکه ژوند راباندې ګرا

24.01.2008 نصرت الهام

په نيمه شپه وړې وړې سلګۍ دکوم مين -- الهام

  غزل نصرت الله الهام ديښې ، ريښې شلېدلي دي تڼۍ دکوم مين په غاړه ده د اوښکو غاړکۍ دکوم مين نن بيا پدې چنار دچا جوړه نومونه ليک دي زړه وړى دى نن بيا کومې نجلۍ دکوم مينبوډايم خو په زړه کې مې دچا خواږه يادونه تېرېږي لکه ورځې د ځوانۍ دکوم مين لنډۍ لکه دشنو بنګړيو شرنګ په نيمه شپه غزل لکه خوږه ، خوږه شپېلۍ دکوم مين په دښته کې دونې لاندې لمونځ دماسپښين په نيمه شپه وړې وړې سلګۍ دکوم مين

22.01.2008 نصرت الهام

غزل -- شيرين زوى

غزل شهزاده شيرين زوى توپير همدومره دى چې وړي تا ، پښتو تر دارهخو ښايې يوسي اى ښاغليه ما، پښتو تر داره پرون دې وېلې، نن يې نه وايې،څرګنده ده چېپه خپله خوښه به ور وړې سبا ، پښتو تر دارهد منصورخورنه ده نو څه ده د سر سترګې وخورېچې همېش تللې ده په حق وينا، پښتو تر دارهکه پښتانه يې په رښتيا کاندي خوندي زړونو کېهيڅوک به هيڅ کله يونسي بيا ، پښتو تر دارهقسم په خداى دى که همداسې بې خواخوږي وي،نوهر يو اغيار به کشکوي همدا، پښتو

22.01.2008 نصرت الهام

دوه غزلونه --- ويناوال يې وښايئ

  ددې غزلونو شاعران څوک دي ؟ >>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>> زړګيه ! صبر شه  زۀ نه ورځم کوڅې پورې رنګ ، رنګ خبرې به بيا کېږي په هغې پورې پېغلې ته وايه ، چې لږ خيال د لوپټې ساتي ريښه يې رسي چې د پلار نيکه شملې پورې سترګې مې وشرمېږي ودرېږمه بېرته راشم لاړمه راغلمه څو ، څو ځلې کعبې پورې چا درته وې ، چې ځه ګرجې او بُتکدې سېځهاوس ملا راغلو هغه اوس ستا مُسلې پورې واعظ

22.01.2008 نصرت الهام

دا جينکۍ ورباندې ښې لګېږي --- غزل

  غزل نصرت الله الهام پرته له دې به څه ژوندی وي  سړی مينه دې وکړي که سړی وی سړی بې اوښکوسترګې دې ړندې شی ، ړندې بې له يادونو لېونی وی سړی سړی ، يواځې به خپل غم کې نه وي ځکه ، له خپل ځانه پردی وي سړی د چا دښمن  ، دچا رقيب نه وی

19.01.2008 نصرت الهام

چې سترګې پټې کړم دنيا ګورم ---الهام

  غزل دا زۀ چې ګرځمه هر خوا ګورم جانانه تا لټوم تا  ګورم چې سترګې وغوړوم هيڅ نه وينم چې سترګې پټې کړم دنيا ګورم ديار له کلي چې ستنېږمه نو په مخکې ځمه او په شاه ګورم د انتها له پولې بېرته ځمه او هغه خپله ابتدا ګورم  

17.01.2008 نصرت الهام

غزل --عندليب --- اسلام آباد

            غزل   خندا او خوشحالۍ مې د فرياد ګاڼه پر تند هرې يوې ساه مې ستا د ياد ګاڼه پر تندا ستا د زلفو کفر او  زما  مومنه   مينهنه&n

17.01.2008 نصرت الهام

تور او سور يې هم زرغون

 

16.01.2008 نصرت الهام

غزل --- الهام ---نوى

غــــــزل نصرت الله الهام پسرلى راغى باران ورسره نشته الهام څه کوم چې ځان ورسره نشته مين نه دى چې د اوښکو په لار نه ځي ژوندى نه دى چې ارمان ورسره نشته چې انسان وي انسانيت ورسره نه وي مسلمان نه دى ايمان ورسره نشته امريکه د امريکې سره راغلې رنگ د گران افغانستان ورسره نشته ښکلي ډېر دي د دنيا په دايره کې ستا په رنګ او ستا په شان ورسره نشته دا الهام به نو د

14.01.2008 نصرت الهام

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more