شعرونه
خداى خبر ولې؟ - د اجمل تورمان ښايسته نظم
خداى خبر ولې؟
رالېږلي شعرونه -د رالېږلو مننه !
راليږونکی :سيد انتظار خادمد راليږونکي پته :sintizar.khadim@yahoo.comنيټه : 07-09-2008 غزل که څوک ځان لکه پتنگ په يار فدا کانو ضرور به په زلفانو مشغولا کا نرم خوی د بحر تل کې ملغلره څوک نېکمرغه لامبوزن به يې پيدا کا که څوک تاج د سکندر په پښو کې غواړين
څلوريځه
راليږونکی :najeeb ullah ikramiد راليږونکي پته :najeeb_khan42@yahoo.comنيټه : 13-09-2008الهام صيب سلامونه او نيکې هيلې مو ومنه !دا زما دويم ځل دى، چې شعر درليږم خو نشر ته يې نه سپاريهيله دا، چې دا څلوريځه درليږم نشر يې راته کړي. څلوريځهيو زړه مې روغ و تا بيمار کــه راتهله گړنگـــونـــو دې گـــوزار کـه راتهرقـــي
مورې بس نوره ... يوښايسته نظم
خداى دې وکړي چې اخترمو په خوښۍ او خوشحالۍ تېر شوى وي هره شپه موبرات او هره ورځ مو اختر شه . روغ صحت او خوشحاله ژوند ولرئ . د يوې لويې وقفې نه وروسته درته بيا هر کلى وايو او د جلال امرخېل يو ښکلى نظم درته ډالۍ کوو . تنده مورې ! بس
نوى غزل / الهام
غزل بـــــس کــــمه، کـــمه زنــــدګـــي تـــــېـروم پـــــه دمــــه ، دمـــــه زنــــدګـــــي تــــېـروم د چا پــه ســـترګـــو مــې زړګــى مــين دى د چـــــاپــــــه تــــــمــه زنـــــدګـــي تـــېـــروم دلـــته کــاږه خــلــک، کــاږه فـــکـــرونـــــهځــم چــــرتــه ســـمــه زنـــــدګـــــي تـــېــرومڅومره بې رنګه ورځـــې شـــپې تـــېرېــږيڅـــومـــــره بـــې غـــمه زنـدګــــي تـــې
دوه ماشومان
دوه ماشومان جبران خليلژباړه : محمد اسماعيل عندليب --- اسلام اباد پوهنتون يو شهزاده د خپلې ماڼۍ د کړکۍ څخه هغې لويې ډلې ته چې د همدې موقع لپاره رابلل شوې وه را ښکاره شو او په وينا يې پيل و کړ:( زه تاسې او دې ټول نېکمرغه هېواد ته د يو نوي شهزاده د زېږېدو مبارکي ورکوم هغه به زما د درندې کورنۍ نوم د ځان سره لري او په هغه به تاسې ټول وياړۍ . هغه به د ددې لويې او نوميالۍ
په زړه پورې لنډۍ/ ټپې
په زړه پورې لنډۍ ، ټپې بې له ديدنه عمر ګران دى زۀ به دا ګران عمر په کوم ځاى تېرومه زړه مې لوګرې پېغلې وړى که شاهزادګۍ راته کوي نه يې کومه ما چې دا ستا ياري کوله ما وې چې خوى به دې د رنګ په شانې وينهزما دې دين دنيا خطا کړل نه دې خوله راکړه نه دې وخندل مينه اور دې راپورې که ته لاړې چې ته راځې زه به د خاورو لاندې يمهپاڅه دشمن په وطن راغى نور مې د ظلفولاندې مه کوه خوبونهخبر مې واخله خپله
زندګي / غزل
غزل مــاتــه پــتـه ده چـــې ګــرانـــه زنــدګــي دهخــوبـــس څــه وکــړو جـــانانه ، زندګي ده شل او درېش، پنځوش، شپېته کلونه تېر شول لا زلـــمى يــم لا مــې ځـــوانـــه زنــدګــي ده څــه د ژوند د جــزبــې رنــګ درســره راوړه مـــړه دلـــتــه خـــو ارزانـــه زنــــدګـــــــــي ده د آســمــان پـــه مــحــبــت بــانــدې ډاډه يم او راغــلــې لـــه اســــمــانـــــه زنـــدګــــي ده ت
پيشمني ته غزل / جلال
راليږونکی :jalalد راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.comنيټه : 17-09-2008 غزل د زړه پــه وينو پېــشــنمی کومــه ســتا پــه يــادونو پېشنمی کومه د ګاونډۍ د لور د خولې په شاتو پـــه دېـوالونـــو پـــېشــنمی کــومه څـــه بـــې اذانه روژه مـــاتـی کــوم څــه بـــې بانـګونو پېشـنمی کومه هــره مــړۍ زمــا پــه اوښــکو لمده ډک لـــه دردو
مخکې له دې چې ځان ته خدای ووايي !
مخکې له دې چې ځان ته خدای ووايي ! مــه وايه دا چــې جوړوي پـښتانه دنيـــا لـــګيا ده بــــــېلوي پښـتانه سر له دښمن سره وهلــی شـــي خو سر له تربوره ټکـــوي پــــښـــتانــه دا بــــې ننګي نه قـــبلوي پـــښتانه توره ميدان کې نه پرېږدي پښتانه د پــــرهر شـــور غلــــطوي پــه ټــپو او په خنــدا سنګر ته ځــي پښتانه خـــپل کـــلي خــپله ورانو
نوى غزل / نصرت الهام
غزل څه نغمې دي، څه سازونه دي په شپه کې د چــوپـــتيــاوو آوازونــه دي پـه شپه کې ستـــا د ســترګو د ځــلا غــزل پـرې لــيکم راتـــه سـتوري کــاغذونه دي پـه شپه کې اوس رڼـــا ده ، اوس يـــې کــله درتـه وايم دفـــن کــړي مې رازونــه دي پــه شـــپه کې کــــله خـــانـــ
عندليب / غزل
غزل نور مې نو د ښـــکلو لـــه ازاره خـــدايــه اوباسه ما د ليــــونـــيـــو لـــه کـــتـــاره خـــدايه اوباســـه يا خد د بدرنـــګو يوه بلـــــه دنـــيا جــــوړه کـــــړه يــــا خــــو ما د حــسن له دی ښاره خدايه اوباسه نـــــور د غــــلامــۍ زنځير په غاړه وړلای نه شمه سر مـــې لـــه صــليب او لــه زنـاره خدايه اوبــاسه څـــوپـــورې بـــه غم د ب
جلال امرخېل / نوى غزل
راليږونکی :jalalد راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.comنيټه : 04-09-2008 غزل هغــه دې ســـترګــې ځلېدې په مـــاښام ما وې که بلې دي ډيــوې پـــه مـــاښــام کړې دې په غاړه سرې جامې په ماښام که دې ورپـــورې کړې لــمبې په ماښام ټـــولـــه اونــــــۍ وي مـــروره رانــــــــــــه بـــس راپـــخلا شـي د جـــمعې په ماښام زلفــــې خــــورې کـــ
نوى غزل / الهام
غزل چــې مــسکى دى چې له ځان سره غږېږي دا پــه خــيال کــې د جــانــان ســره غږېږي پــه غـــزل کـــې يـــې د زړه د پــرهــر چيغه لـــه کـــاڼۀ، کـــاڼۀ جــهـــان ســـره غــږېـږي ستا د ســترګـو په مسکا کې مينه ګوري چـــې زړګـــى مــې لــه ارمــان سـره غږېږي بــس د کــلي جــينکــۍ ســتايي لــګياويچـــــې د کــــلــي هــلکــان ســـره غـــږېـــږي د غــربت د ســتړې ورځـــې حــال يې ووې ســـتړي، ســتړي مــزدوران ســره غـــ
نوى غزل / الهام
غزل الهام لــنــډه ده او ســـتــره ده ژونـــد لـــکه سندره ده زړه کې مې ترې يره ده دا جـــيـنۍ لـــوفـــره ده تاتـــه يــې څنګ ووايمزړه کـــې مـــې خـبره ده تــوره لاس کـې نه ساتمســتا دعــا مې زغـره ده دې جينۍ مې زړه وړى دا چـې اوس مـنکره دهمــينه مــينــه نـــه کــوي هـــســې جـــادوګــــره ده دا ده د الـــهـــام ســجده دا ډېــــــــــــــــــره ژوره ده &n
څلوريزه / الهام
څلوريزه په دې ژوند کومه، دا تصوير مې زړه کې ســتا د ستـرګو د ادا تـصوير مې زړه کې انــنګو بــانــدې روان د اوښــکو څــاڅکى او د شــونډو د خنــدا تــصوير مـې زړه کې نصرت الهام
نوى غزل / الهام
غزل درد شته پر هار نشته دى دا چې کرار نشته دى دلته به مې زړه و چوي دلته کې يار نشته دى دا تياره اوږده ښکاري مخ ته سهار نشته دى هسې ژوند کول غواړي نور مې څه کار نشته دى مرګه زه پښتون يمه تانه مې ډار نشته دى داسې به تر څو در ځمنوره خو لار نشته دى سپين دى د الهام په زړهګرد او غبار نشته دى الهام
غزل / الهام
غزل نصرت الهام له کـوم زيارت نه د رباب د ترنګ آواز راځـي او د ګـــودر د جــينــکو د جــنګ آواز راځـــي دروازه و ټــکــېــده اوس يــې غـــږ راورسـېدۀ د هغه خړ ، سپـېره ، بوډا مــلنــګ آواز راځي اوس په کوڅه کې بنګړيواله توړۍ پورته لاړهد کومې پېغلې د بنګړو د شرنګ آواز راځـي هــاغــه هلــک په پورې ونــوکــې مـرغۍ ولي دلــته چلـم بانـدې پراتــه دي بـنګ آواز راځـي بېــګا د کــلي پښـــتـنه ادې هـم مړه شوه، لاړه لــ
د انتظار خوږ غزل
راليږونکی :sayed Intizar Khadimد راليږونکي پته :sintizar.khadim@yahoo.comنيټه : 11-08-2008 غزل سيد انتظار خادم زه کـالبود يم تــه می ســاه د ژونــدانه يېتـــه هـــر څــه يې تــه بــقا د ژونـــدانـــه يې زمــــزمـــــه زمــــــا د آه دانــــگـــــازې يــــېهـــر غـــزل کې مــې معنا د ژونــدانــه يــې نـن مــی بيا اشنا تر سترگـو سترگو کيږی خــدای دې راول
د جلال امرخېل نوى غزل
غزل جلال امرخېل دا بيــا کــومـــــې خــبرې سـپــينوې په دېـــوالهکم عـــقلــې خلـک نه کوي جــرګــې پـه دېـــواله باران دې کړې خورې زلفې لمــدې پــه دېــــوالهځـــه خــير دی نـورې مه کوه ګيـــلې پـــه دېــواله راياد شي ستاسې کډه په زېړي مـازيــګر تــلــله رايــاد شــــي غــلې غــلې ژړېــــدې پــــه دېــوالــه زړه ګرم نه دی چې اوس ورپسې ګــرځــي
په زړه پورې ټپې ( لنډۍ )
په زړه پورې ټپې ( لنډۍ ) هغه مې ګل له لاسه نه اخلي زه يې د زهرو ګولۍ هم له لاسه خورمه ياره مثال دې د سپوږمۍ دى تر څوارلسمې دې دوران دى تېر به شينه جانان زما غېږ کې ويده دى
بېګا مې خوب ليدلی / ناجيه هاروني
بېګا مې خوب ليدلیناجيه هاروني بيا مې د تل په شا نېبېګا په خوب وليدېلکه بې روحه جسدپه ځمکه پروت وليدې.يو چا وژلى وې تهيو چا سېځلی وې ته ډېره په چيغو چيغو له خوبه پا څېدمهدر ته يوه لپه دعا مې وکړهمور مې هم سرته راته ودرېدهدم اود عا يې وکړه .بيا يې د خوب رانه پوښتنه وکړهژبه مې بنده شوله سلګو نيولې و مهبيا مې په بنده ژبه هغه، هغه، وويل.توبه توبه وويلمرګ ته ښېرې مې
نوى غزل / الهام
غزل ن / الهامدلـــتـــه يـــم لــــــوېـــدلى دلـتـه پـــروت يـــمه ســــتـــــــا آزار وهــــلى دلتــــه پـــــروت يـــمه تــــــه لــــکـــــه مـــيـنــار دنــــګـــه ولاړه يـــــې زه لـــکـــه ړنــــګ څـــلـــى دلـــته پـروت يـــمه مُسک شوې د ټوپک شپېلۍ دې مچې کړهاخ ! لــــکه ويـــشـتــلى دلـــته پــــروت يـــمه
د ګل څانګو لو / تعمان دوست
راليږونکی :دوستد راليږونکي پته :numandost75@yahoo.comنيټه : 31-07-2008 د ګل څانګو لو لور خطا کړئ ، د ګل څانګو لو نور بس دى !دا غوټۍ هم پسرلي ته انتظار دي خداى لپاره له ماشې کړئ ګوتې لرې ځوانيمرګ مو لا پراته کتار- کتار دي جګې – جګې نورې ميندې بورې نه کړئ !!لا زمونږه پر اوږو جنازې بار دي ناخبره ورته کاڼي ، لوټې وايي دا زمونږه ککرۍ دي چې انبار دي د جګړو د وحشتونو له شامته ښکلې پيغلې مو سوالګرې د باز
د غزل نوى غزل
غزل نبيله غزل ، پېښور چې په سوله د چــــا جنګ دی بــــدل شوی ګوره وخت يې هم په څنګ دی بدل شوی د بـــاروتــــــــو د لــــوګو لـــــه تـــنـــفــــسه د کــــابل د حـــورو رنـــګ دی بدل شوی درپــــسې به د زېـــړي پــــه رنځ اخته شم داغ د زړه مې نور په زنګ دی بدل شوی د شپېلۍ غږ د شپې نه اورم په خوب کې له زيارت نه جوړ ملنګ دی بدل شوی