شعرونه
ستا د بيا ليدلو هيله
راليږونکی :ستورید راليږونکي پته :sthooray@hotmail.comنيټه : 02-05-2008 ستا د بيا ليدلو هيلههلته لرې په صحرا کېدرېګونو په موجو کېچې ېې سر دی له اسمان سره نښتیها چې لارې پکې نيشتهها چې پلونه پکې تښتيها چې سرې لمبې را اوريهاچې مري پکې له تندېځل وهلي سرابونهها چې ساه د خاموشۍ دهپکې وتې له هيبتهها چې نيشته پکې نښهدژوندون د يو شېبې همپکې وچ ککړ ولاړ چېمات ډنډغر د ريدي ګل و
غزل / الهام --- 08-05-01
غزل ن / الهام ښه دي خو په شمېر ښه دي څه دردونه هېر ښه دي ژوند د مينې ټکي دي ښه په زور او زېر ښه دي ډېر ه خوشحالي غواړې ستا غمونه ډېر ښه دي دا يادونه سره زر دي دا وختونه تېر ښه دي ستا باڼه همدغسې زړه نه تېروبېرښه دي مينه کې غم خوږ لګي زهر ښه ګنډېر ښه دي
غزل / الهام
غزل ن/ االهام قلف شومه، زنځير شومه زلفو کې دې ګير شومه ښه مې زړه رڼا شولو ښه دې مخ ته زير شومه ته راته هنداره شوې زه درکې تصوير شومه هاغلته مين شومه هاغلته اسير شومه دومره چې سر کشه شوم پوخ لکه تکبير شومه ټيټ د زړګي تل ته شوم هسک لکه پامير شومه
څلوريزه او غزل -- بابرامين زی
څلوريزه او غزل څلوريزه غريبان ژاړي غريبي لمانځيواړه بې وسه بي وسي لمانځيخو يو څو نور پردو ټانکونو تر څنګبې واک ولاړ او خپلواکي لمانځي غزل ځانونه وژنو ځان وژنه لمانځومونږ افغانان افغان وژنه لمانځوله ډيرې مينې د زړه کور کنډر کړوجانان وژنو،جانان وژنه لمانځومونږ په دې اند چې يې لمن خپريږيمونږه نادان
غزل - بختيار ځدراڼ
راليږونکی :بختيارځدراڼد راليږونکي پته :bakhtiar-arman@hotmail.com چېرته هغــــه اوچېرتـــه زه سره نــــږدې يـــې کړلــــودجــــانــــان سترګـــوزمــا زړه سره نږدې يې کړلــــو مابه جــانان تـه وې بې مالـګې جانـــان ماته ويــلمينې خــــواږه کړلــــو خـواږه سره نږدې يـــې کړلـو يو خوا بلا، بـلاو درد، بل خوا بـــــلا اشتيــــــــاق دزړه حريم کـــــې اوسيـــده سره نږدې يې کړلـــــو دمينې خيــــال وڅـــه عجبـــــه ر
دهجرت الله اختيار خوږ غزل
راليږونکی :هجرت الله اختيارد راليږونکي پته :wrakht_olf2@yahoo.comنيټه : 21-04-2008 غزل دونياپرې ښكلې ده دونيا ته تاوان مه رسوهسترګې دې پرانېزه رڼا ته تاوان مه رسوه كه دې ژوندون له وسه نه وي پوره مه يې كوهخو د ژوند لفظ او معنا ته تاوان مه رسوه ځه دا دې حق دى له پرون نه ګيلې ټولې وكړهخو پام دې وي خپلې سباته تاوان مه رسوه كه
پښتون يمه
پښتون يمه خوښ د پښتونخوا په مېږتون يمه ، پښتون يمه خاورې به مې وايي چې پښتون يمه ، پښتون يمه ته په سور سالو کې لکه ګل نغښتې راغلې يې زه پخپلو وينو کې ګلګون يمه ، پښتون يمه سود مې په بل نشي خپله يو بڅرى خاوره هم زه ګورى په دې حقله قارون يمه ، پښتون يمه مړبه يم خو هر د زړه پرهر به مې خندا کوي زه د وفا تخم
غزل - حميده پکتيانۍ
غزل: حميده پکتيانۍاوس دې په يادونو باندې بره شومسر تر پايه جوړه لکه زغره شوم نشوه ګوزاره مې د لېمو اور کېاوښکه وم ګرېوان ته مساپره شوم اوس د لېونتوب له جاله وتې يمپويه شومه، لويه شومه، ستره شوم ستا له سادګۍ سره اشنا نه ومهاغه ورځ زه هسې مروره شوم ما درته کتل تا سترګې ټيټې کړېنن درباندې ډېره زوروره شوم
اوښکې
راليږونکی :M.Shoaib \\\\د راليږونکي پته :mirza.shoaib@gmail.comنيټه : 16-04-2008 اوښکې زما په سترگو كې ځليږي اوښكېپه اننگو مې راتويږي اوښكـــــــې در پسې ژاړم شپه اوو رځ جانانهاوس نه وچيږي نه ودريږي اوښكې ستا د سرو شونډو اننگو نه کربانلكه باران پرې را اوريږي اوښكې دا زه محب ليونى كېږمـــــ
غزل - محب
غزل محب الرحمن محب ډيوه مې مړه شوله رڼا راسره پاتې نه ده ستا د ماشوم ژوندون ادا راسره پاتې نه ده د ګناهونو پرښتې بيا راته څله راغلې توبه مې کړې ده ګناه راسره پاتې نه ده هسې مې شونډې ښوروم چې ملا و غولوم خدايه ما وبښه دعا راسره پاتې نه ده ستا
غزل حامد بابر امينزى
غزل حامد بابر امين زى زما وفا او ستا جفا پاتې شوه د محبت نښه همدا پاتې شوه تا کړلې خپلې زلفې داسې خورې يو خوا تياره بل خوا رڼا پاتې شوه په تلو کې تا د راتلو ووې که نه ؟ زما په زړه کې دا سودا پاتې شوه ستا په راتلو کې مې د زړه ډيوه ګۍ ملګريه بله تر صبا پاتې شوه
غزل - اختيار
غزل هجرت الله اختيار رڼا راغلې وه، وجود ته يې امكان نه وسپوږمۍ چې نه ښكارېده شاته يې اسمان نه و دا پرما څنګه د جنون نامه بدنامه شوله؟زما كميس كې خو تڼۍ نه وه ګرېوان نه و ته چې راتلې نو ما وې ځان به كړم لوګى درځنېخو ته چې راغللې نو ما سره مې ځان نه و د پس فطرتو يارانه وي مازيګره پورېماښام مې ماسره خپل سيورى هم روان نه و
غزل - شاه سعود سعود
غزل شاه سعود سعود ستا د موسکو شونډو تر انکاره پورې تلى وم ياد مې دي جانانه چې تر داره پورې تلى وم اوس به مې له لاسه يوه لويه ګناه شوې وه ښه ده چې واپس دې کړم اظهاره پورې تلى وم ځان پورې خندا راځي چې څرنګه ساده ومه ژوند پسې دمړو تر مزاره پورې تلى وم تا مې که د راز دغه يوه شېبه ساتلې واى زه به ستا په لور تر اعتباره پورې تلى وم
غزل -- طوبى ندا صافۍ
غزل طوبىٰ ندا صافۍ : کابل کاشکې مې د زړه پټه آرزو نه وى کاشکې مې زړګى پر تا پېرزو نه وى يا خو لکه نى نوا مې زړه کې وى يا لکه ګونګۍ د غږېدو نه وى سر چې مې دا ستا پر اوږه ايښى وى بيا دې دا شېبې په ختمېدو نه وى کاشکې ته په مينه کې ريښتنى وى کاشکې دې عادت د بدلېدو نه وى مينه دې د هر موجود په
طالب جان په ټپو کې
طالب جان په ټپو کې طالبه خداى که به ملا شې په کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه طالبان نه دي بلاګان دي د وظيفې سره مې کې ګوتې تاووينه طالب د خداى ګناهګار نه دى په زېړو ګلو د هر چا مينه ورځينه طالبان ډلې ډلې راغلل زما د يار ډله روستۍ ده رابه شينه مسافري سخته خواري ده څوک چې د غم طاقت ل
مسافره !
مسافره!نصرت الله الهام پروت پر دغه لويه لار و مساپره !دغه دښته پرون ښار و مساپره! يوه پېغله به په سترګو کې مسکۍ وه! يو ځلمي سره يې تار و مساپره! دلته هم دچا تصوير په اوښکو لوندو محبت دلته له پورې غره نه دروند وخو يو اور دا هر څه لولپه کړۀ لاړو دغې اور په هيڅ سرپه ونه کړه ړوند و دغه ښار د مينانو ژوند ته جوړ وداچې اوس دمينانو هديره ده د چپتيا وو انګازې پکې
غزل - شهريار
راليږونکی :شهريارد راليږونکي پته :shahreyar_stranger@yahoo.comنيټه : 27-03-2008 غزل شهريار معروف خېل : يونان سترګې دې مه جنګوه ېاره محبت جوړويداسې اکثره کارنړۍ کې بغاوت جوړوي بلا وخت اخلي اسرافيل دقیامت راوستو هره لهظه چې یار راګوري قیامت جوړوي ستا پارسیوانې اداګانې مې پښتون همت تهدپرزېدو لپاره هروخت شرارت جوړوي
تصوير دې څنګه جوړ کم
تصوير دې څنګه جوړ کم نسيم خوږياڼى : کابل ما هغه تېر مازديګر ته د ګودر تر څنګه د چانار دنګې ونې څنګ ته ولاړه ليدې ما مې قلم راواخيستچې دې تصوير وکاږمقد دې چنار نه هم لوړ سترګې بادام ، بادام وروځې ليندۍ ، ليندۍ شونډې د ګل د پاڼو په څېر ښايسته ښکارېدېمخ دې د شمعې په شان داسې لمبې کولې ته وا په نيمه شپه کې دکوم مين د زړګي په خونه اور ولګېداوس راته ته ووايه (( تصوير دې څنګه جوړ کم
غزل - سعود
غزل شاه سعود ژړا همدغه شانتې پرېږده چې وي خندا همدغه شانتې پرېږده چې وي ډيوې د سترګو راته بلې ساته رڼا همدغه شانتې پرېږده چې وي سزا چې هرڅه وي قبوله مې ده خطا همدغه شانتې پرېږده چې وي د ښکلا هيڅ نعم البدل نشته دى ښکلا همدغه شانت
د انسان لېونتوب
د انسان لېونتوب طوبى ندا صافۍ ته پوهېږې لېونتوب هم يو کوچنۍ شانې دنيا ده ستا د فهم درک نه لرې څه رنګينه تماشاده ډېر غمونه لاس په لاس شي او خندا شي ورنه جوړه سکوت دومره زورورشي چې غوغا شي ورنه جوړه د هوس له بريده هاخواجوړ د مينې تاج محل شي د ادراک له سيوري لرې مرګ او ژوند سره منحل شي هلته غم او خوښي دواړه
غزل - احساس - دوبۍ
راليږونکی :حميد احساسد راليږونکي پته :h_ihsas@yahoo.comنيټه : 24-03-2008 غزل حميد احساس : دوبۍ ته چې له مينې نفرتونو بام ته وختلېزما د زړه په پرهرونو بام ته وختلې ماچې صفت ستادښايست په هرمحفل کې وکړځان درنه ورک شو د نازونوبام ته وختلې لاخو پيوند نه دي زما هغه زاړه زخمونهته مې لا بيا هم په زخمونو بام ته وختلې د جانان ياده ما د
نوى غزل -- ٢٠٠٨--٣--٢٥
غزل نصرت الله الهام درد دې وم دوا دې راته ونه وې غلې شوې اشنا دې راته ونه وې ښه شوه چې وعده دې قيامت راکړه ښه شو چې دنيا دې راته ونه وې دا منم چې زړه دې راته ووې خو هسې په خندا دې راته ونه وې سترګو کې دې اوښکې مسکۍ نه شولې سپينه
غزل --- الهام
غزل نصرت الله الهام
دعاء
دعا الهي ستا په طاعت ما ته طاقت راستا مخلوق ته د خدمت ماته فرصت را ما د بل او بل له ما نه ازار نکړېد نفرت په ځاي هستي د محبت را ټول مخلوق ته ستا هستي د مهر غواړمهر عمل ته ترازو د عدالت را هسې نه چه بل ته سپک، درانه کړم ځان تههسې ظلم نه نجات په مرحمت را ستا بنده جليلي ځي نور له دنيا نهتنګ لحد کي لوى جهان
غزل -- عندليب -- اسلام آباد
غزل محمد اسماعيل عندليب : نړېوال اسلامي پوهنتون - اسلام آباد د لمر زرینو وړانګو له ګل پاڼو شبنم واخیست زما ساده زړه راغى ستا له زړه نه يې غم واخیست ما مه نیسه ساقي زه لېونی یمه چې موړ شم که حظ مې ستا له خُم څخه زیات واخیسته کم واخیست نن یاد د خلیل لمانځمه نمروده ستا په مخ کې په فکر د عدن مې دادى اور ته قدم واخیست لښکر د