Unhappy girl

 

 

 

 

 

 

 

جينۍ زما واوره !

اردو نه ژباړه  : فرهاد هلمند  

جينۍ زما واوره !
اوس مينه هيڅ مه کوه
اوس دې نانځکه ساته
ورسره لوبې کوه
ته لا وړه يې جينۍ
ايله  د ١٧ کالو
د ماشومتوب معصوميت
دې لا په سترګو کې دى
ته لا اوس نه پوهېږې
چې څوک مين شي په چا
نو څومره اوښکې ژاړي
جانان هرڅه کې ويني
جانان له هرڅه غواړي
نور ترې نه هرڅه لاړشي
بس يوژړا پاتې شي 
په دغې ډک جهان کې
تکې تنها پاتې شي
ته لا خبره نه يې
چې مرور شي جانان
نو په زړګي ورېږي
څه د دردونو باران
د هر بېلتون په موسم
په زړه غمونه شنه شي
تنکي زخمونه شنه شي

جينۍ زما واوره !
ګوره زما ومنه !
بس خپل سبق دې وايه
او خپل مکتب ته دې ځه
ګوره ونه غولېږې
د کتابونو منځ کې
د ګلوپاڼې مه ږده
ته چې کتاب پرانيزې
دابه ازغي شې درته
زړه به دې ودردوي
سورى، سورى زړه به دې
کوي د وينو دارې
درته به بندې ښکاري
د خوښۍ ټولې لارې
پام کوه ډېر پام کوه
چاته خط ونه ليکې
د خلکو لاس ته ورځي
نه چې رسوا، رسواشې
په دې دنيا رسوا شې

جينۍ زما واوره !
چې  چاته فون ونه کړې 
آواز هم زړه   زوروي
او هم ماغزه   زوروي
زما د نظم توري
په مينه ونه لولې
چې لېونۍ به دې کړي
ځان نه پردۍ به دې کړي

جينۍ زما واوره!
جينۍ زما ومنه !
اوس د تقدير مخې ته
داسې ډاډه مه ورځه
اوس ترې نه ځان پټوه
داسې ښکاره مه ورځه
اوس دې نانځکې ساته
ورسره لوبې کوه
ته لا وړه يې جينۍ
اوس مينه هيڅ مه کوه