راليږونکی :دوست محمد (ځونډی)
د راليږونکي پته :dost.sharanwal@yahoo.com
نيټه : 03-06-2008
یادونه :
دا شعر مې څو مياشتې وړاندې د کراچۍ د ټرمينل پۀ انتظار خانه کې هغې افغانې نجلۍ ته ليکلی و ، چې لۀ خپلې کورنۍ سره لۀ افغانستان نه پاکستان ته را اوښتې وه ، لاس تر زنې ناسته وه ، سترګې يې له اوښکو ډکې وې او پۀ څېره کې يې د وير نښې لۀ ورايه ښکارېدې ځکه چې دبېنظير بوټو دمړینې او پۀ ښار کې تشدد له امله ټول مساپر تر دوو ورځو پۀ انتظار خانه کې ايسار وو ((ځونډی))
يوې افغانې مساپرې ته دوست محمد ځونډى
زۀ هم ستړی ستړی راغلم تر دې کلي
ما وېل دلته به لا نۀ وي لمبې بلې
ايره شوی لولپه وطن به هېر کړم
ځکه راغلمه دلې تڼاکې تلې
*****
ګرانې! تۀ څنګه تر دغه ځايه راغلې؟
تۀ هم هلته ژوندانه وې کړولې ؟
که هر څومره دې ګرېوان پاره پاره و
پۀ (بولدک) باندې نو څۀ له راوتلې ؟
*****
وايه! هلته لا د لمر څۀ درک نۀ و ؟
هديرې دې لا پۀ مړيو مړې نه وې ؟
لا هماغسې لوګی پر کلي خور و؟
لوپټې چې سوځېدلې شملې نه وې ؟
*****
چې پلو دې پۀ پردېسو اوښکو لوند دی
وايه! بدې خاطرې دې ، دي راوړې ؟
چې څېره کې دې غضب را پارېدلی
انتقام او که ګيلې دې ، دي راوړې ؟
*****
خو، زما به پدې کلي پيرزو نه شې
که هر څوک (نکر منکر او کلی ګور و)
لوپټې که پۀ جنډو هم رپېدلې
خير، هغه زموږه کلی زموږ کور و
*****
څنګه لاس تر زنې ناسته يې يوازې!
مازديګر دمنګوټو به دې يادېږي
چې کنډر کنډر وطن غوندې کنډر شو
ها ګودر د جينکو به دې يا دېږي
*****
پدې ټولو جينکو کې دنګه ښکارې!
چې افغانه خدای پيدا کړې پدې وياړه !
دلته څوک دي چې خوالۀ درسره وکړي ؟
خپلې اوښکې پاکوه پلو دې نغاړه !!