شعرونه
پـه مـیـنـه کـې ژونـد
راليږونکی :Nasim Storiد راليږونکي پته :pakhtyan_Stori@hotmail.comنيټه : 05-06-2008 تل به په مینه کې ژوندی ئې دا ژونـدون کوه غـــــــږ د پــــــښــــــــتــــون کـــــــوه ژونـــــد ســـــــره مـــیـــــــنـــه بـــــــه زیـــــــاتـــــیـــږیمـــیـــــنــــه د یــــــــــــو بـــــل نــــــــــه زاریــــــــږیزړنـــــــــو تــــــــه لاری بــــــــــه لــــــــنـــډیـــــــږیپـه میـنـه پــوه شـه د نـفـرت ځـینـی بـیـلـتون کوه غـــــــږ د پــــــښـــ
غزل
د ژوند اوږده توبه مې ګناهونه ماتويد يار ليونۍ سترګې خمارونه ماتوي راوړي دي خمونو کې ساقي پردي شراب ديرندان زما د چم چې دې جامونه ماتوي زاهده دا خو واړه تش د پېو مجنونان ديمحراب کې چې په دروغو خپل سرونه ماتوي ما کړى دا سوګند دى چې به ځان درنه لوګى کړمافغان کله دلبره خپل لوظونه ماتوي نصرته لاس له مېني نه وانخلې څو دې سا ويمنزل ته نه رسېږي څوک چې زړونه ماتوي
غزل
خزان دی وړی درنه دا ګله ځونیمه شه مغروره په داخپله ځوانی لکه دشمعی په ورو ورو کمیږیچا ده لیدلی تل ترتله ځوانی راشه دچم دجینکو ښاپیرۍماهم راوړې له کا بله ځوانی ستا اننګونه می الهام اخیستئنه می لیدلې داسی بله ځونی عمری زوړبه هیڅ تر مرګه نه شېکه وه دیار درسره مله ځوانی محمدعلی عمری / مسلم باغ
د زرعي پوهنتون پېښور جینکو ته !
ای پښتني خویندو !تاسو زما بس دغه خواست واورېد زړه له کومي دا اواز واورېزمونږ ملګري ګلهمن دي دلتهد دوی پر زړو باندی پرهر دی دلته ای پښتني خویندو !چې کله کور نه بهر شې د خپل صوبې نه بهر شېد پښتو پت وساتئد پلار غیرت وساتئځکه چې مونږ پښتانهنړې کښې خپل څه تاریخاو څه کلتور لرومونږه یلدیږو په نړې کښې ډیړ غیرتي او با حیا پښتانهزه خو دا نه وایم چېعلم پریږدئتاسو تعلیم مه کوئخو !تعلیم هاغه چېتاسو نه خپل ځان هیر نشي
غزل
په مړو سترګو او په مکردې خطا كړم خطا څه سي په جهان كيدي رسوا كړماخر دكوم جرم سزا دي راكړهستا له لاسه زه اوس پشه او ورځ ژړاى كړمستا دغم پيټي درانه دي خو بيا هم زه ورته ټيګ به شم دا پيټي به په شا كړماشنا راته قسم په مينه وكړوچي له تا سره به ټول عمروفا كړمخو بيا هم زما ګله له تا نه نشته زه دا خپل قسمت له تا نه جدا كړمسيلاب هيڅ وار خطاي نه پيژندلهخو دا وارداستا غمونو وار خطاكړم
تنده
سپور په نيلي يم روانېږم ، بيا ارمان ونه كړېسترګې را واړوه ستنېږم ، بيا ارمان ونه كړېزه له توپانه زېږېدلى، د موجونو غر يمپه رپ د سترګو كې ورانېږم ، بيا ارمان ونه كړېاوس لا راغاړې وزه پلنګ د ګلاب زما و ستا دىلكه شبنم درنه وركېږم، بيا ارمان ونه كړېيم د اوبو د مخ هنداره، وربل ژر سموهپه يوه پوه سره ورانېږم، بيا ارمان ونه كړېپه بېړه ونڅېږه ښكليه! مهال پاتې نه دىد مجلس شمعه يم ويلېږم، بيا ارمان ونه كړېدا تورې څڼې دې په مستو څاڅكو ولمبوهد سپرلي اېښمه يم، تېرېږ
پاڼه
يا پاڼه ستا دمخ ده او يا پاڼه دقرانهمدغه ښه تفسير دى ددې ځمکې اواسمانزمونږه دوران کلي دفقير زړه کې ترې ډير شتهداڅه چې درته ښکاري په ټټر دکهکشانيوه ده تجلا خو رنګارنګه ايينېرقيب ځکه بدرنګ شولو ښايسته ځکه جاناندا خړ خړ غرونه ګورې لکه طور خدای ته نزدېزمونږ دبوډۍ ټال نيسي له حورونه ګريوانمرغان په زمزمو سيند په څپوڅاڅکې په شرنګديوملا خو نه دى شته په هر تال کې اذانانسان له خدايه ورک شو چې د)کن فيکون(شور دىافغانه زر راوځه نور ورانيږي زوړ جهان بربنډه شوه ښ
غزل
ماپه سينه کې لټوه زړه مې پېدا نکړوزخمي ځيګر راته ويلې چې جانان وړىچاته له مينې مينه ډېره رسي نه يې کويچابېا ترقبره پورې دغسې ارمان وړىدپښتنودستور دى يوساعت خندا لپارهشرط کې يې هروختې انسان نه بل انسان وړىکه مې اخر ځلې جرګه ومني ورغلمهداځل مې لوندګرېوان اوسترګو کې باران وړىغشي يې ټول پرون له ورورسره جګړې تمام کړلددښمن جنګ ته يې نن بې غشوکمان وړى
غزل
د محبت په رنځ بيمار يم لږ مې خيال وساته وګوره!څومره خوار و زار يم لږ مې خيال وساته آه او فرياد لره مې غوږ كېږده د خداى لپاره سوى د هجر په انګار يم لږ مې خيال وساته چې قرباني يې كړلو سر د ازادۍ په خاطر زه د هغه شهيد مزار يم لږ مې خيال وساته پلار او نيكه دې جوړولم ته مې ولې ولې ؟هغه مسجد هغه منار يم لږ مې خيال وساته دوزخ خو نه يم چې تا دومره ګناهګار راوستلزه د كابل جنتي ښار يم لږ مې خيال وساته له تندې مرمه ساقي جار دې شم جامونه راكړههنر له
نظر اونذر
ټول دردونه دې زماټول غمونه دې زماله نظره نشې بېایاره ستا بلا په مایاره ستا بلا په ماپه هواکې دمرغانوپه اوبوکې دماهیانوپه ځنګله کې دپېرېانودهررنګه انسانانونظرمات شه دهرچایاره ستا بلا په مایاره ستا بلا په ماهم دتورواوشنوسترګوهم دبدو او ښوسترګوهم دسموکږو سترګوهم دوږو مړو سترګونظروچ شه په هرپلایاره ستا بلا په مایاره ستا بلا په ماترجومات پورې ورځمهاو پڼې یې سمومهوچ واښه ترېنه راوړمهبېایې تاته دودومهچې دې ور
غزل
دې تېاره تېاره ماښام کې زه ېوازې ته ېوازېستا دتورو زلفو دام کې زه ېوازې ته ېوازې خېرکه ته له ما نه لرې،خوستا مینه راسره دهیادوم دې صبح اوشام کې زه ېوازې ته ېوازې ستا کتل مې نه هېریږي ستا خندا مې لاپه زړه دههمېشه مې یې په پام کې زه ېوازې ته ېوازې ستا دتوروسترګو جارشم ستا له سپینو غاښوومرمغړپوم دې په هرجام کې زه ېوازې ته ېوازې
غزل
نور خو بلا ياره ستړى شوى يمزه له انتظاره ستړى شوى يمپرېږده چې دې غېږه كې دمه شمهځای راكړه نګاره! ستړى شوى يمكله، خو هم ژوند كې ته اقرار وكړهستا له دې انكاره ستړى شوى يمزه لدې نه پس كلي ته نه درځمډېر په دغه لاره ستړى شوى يمزمه چرته دښتې ته پناه وړمهنور له دغه ښاره ستړى شوى يم
غزل
شين خال ته ګوته نيسي تور اوربل ته ګوته نيسيدا څوک دي چې دې وران ويجاړ کابل ته ګوته نيسياسمان دې په دا ځينو بې عقلانو باندې پريوځيخپل ځانته نظر نه کوي او بل ته ګوته نيسيپخپله به دمينې او پښتو په لاره نه ځيزما دپګړۍ ول ديار چار ګل ته ګوته نيسيدامونږ ورته ړانده ښکارو که دا پخپله ړوند دىغل پريږدي پرځاى راشي دغله پل ته ګوته نيسيخاونده دغليم دا تورې ګوتې کړې ورماتېهر ځاې دارماني سوي غزل ته ګوته نيسي
غزل
څه کم عقل دی اورونو ته لاس نيسيزمازړه دښکلو زړونو ته لاس نيسييا ساده دى يا خو ښه مستۍ اخيستىدښامار دخولې لالونو ته لاس نيسيزه چې خپل زخمي زړګي نه تپوس وکړمګلې ستادمخ خالونو ته لاس نيسيددى هم شته دي دوه پښې او دوه لاسونهولې دا دبل لاسونو ته لاس نيسييا خزانه په نصيب کې دې اغزي ديليوني يي چې ګلونوته لاس نيسي
غشي
شنه آسمان راته ژړل چې درنه تلمهپه ماغشي لګېدل چې درنه تلمهلمدو سترګو ته دې ومرمه جانانهپه مړو مړو دې راکتل چې درنه تلمهنه شوم خال چې ستا دسپینې تنکۍ زنېرقیب ما باندې خندل چې در نه تلمههریو ګام سره مې پورته به یوجام کړآرمانونه قتلېدل چې درنه تلمه
غزل
رېباره خېر دی که په ترڅ له کبره يار ګوريزما ازار هم ورپسې دى ځانته لار ګوريداپه تصوير مې ستا دشونډودسرخو تصويرستا دانکار په مقابل کې تاله کار ګورينورو جامونه په سر واړول په خود کې نديخو يو پښتون په کې سرسام ګرځي نسوار ګوريددنګې دنګه ځواني ړنګه شه په لاره چې ځمنظرمې ځي چېرته مينار ګوري چينار ګوريسيلۍ دې دومره صبر وکړي دنښترو غره کېيوه کوچۍ ده تش يوې ټپې له وار ګوريهر مازيګرچې ببرسر له مزدورۍ راشمپه سرو منګولو مې څنډي ګردوغبار ګوري
غزل
ته چې را ياد شوې زما ياره غزل نوې ليكميو وارې بيا نن ستا د پاره غزل نوې ليكم په توره شپه كې د الهام ستوري را اوري په ماقصدمې دى كړى تر سهاره غزل نوې ليكم خبرې اوس له ځان سره په شاعري كې كوميمه روان پخپله لاره غزل نوې ليكم بيا دې لمبه را پورته شوه د بورېوالې مينېرا غلى يمه ستا تر ښاره غزل نوې ليكم د روزګار غم له هره كاره څخه و ايستمهله مودو پس يم په قراره غزل نوې ليكم مځكه دې هر وخت د اظهار ن
غزل
اې زما دمينې ياره ځه چې وځو له دې ښارهزړه مې چوي دخداى دپاره ځه چې وځو له دې ښارهدلته مينه خلوص نشته دلته ځان په ځان سودا دهزما زړه دى نا قراره ځه چې وځو له دې ښارهپلو لرې کړه له مخ نه چې تيارې رڼا،رڼا شيرانه ورکه شوله لاره ځه چې وځو له دې ښارهددې تورو،تورو منځ کې دخپل کلي سپينې ګورمدمجبورې دناچاره ځه چې وځو له دې ښارهددې ځای غوټۍ ګلونه ډير سوالګر دي وږمې غواړيستا له زلفو او له هاره ځه چې وځو له دې ښارهدا بدرنګ ترخه حالات خو په مونږخپلو دي راوستيګيله م
غزل
د شفق سرخي لمبو ته ده راټولهکه حيا دې اننګو ته ده راټولهخوښوي ورته مرګونو کې مرګونهنړۍ ټوله پښتنو ته ده راټولهستا د پله خاورو کې ته له ورايه ښکارېد سپوږمۍ ځلا اوبو ته ده راټولهخمارونه غرونه غرونه پکې ځای دينشه ټوله دې لېمو ته ده راټولهد ماڼيو خلک تورو شپو ته ناست ديد جهان رڼا ډېوو ته ده راټولهد شهيد مېرمن له شرمه داسې وويل:دا ډوډۍ مې لږ بچو ته ده راټولهخماريان يې په خمار کې په لټون ديد زاهد تقوا سجدو ته ده راټولهپه تياره شپه کې کېږدۍ رڼا کو
غزل
زړه په دا ندی چې ناولی مخ دی چې کوم يې خوښ شي هغه ښکلی مخ دیمخونه ډير دي خو دامخ مې خوښ دی والله په ټولو کې وتلی مخ دیپرېږده چې اوښکې مې بهيږي پر مخ دا بې ګناه جانان رټلی مخ دیڅه وشو تا که ديدن بند کړو په ما خاطر په زړه کې ستا ساتلی مخ دی
زه او زړه
زړه راته وايي نوى باب پرانيزهزاړه خو بونه زړې شپې هېرې كړهزړه كې يو نوي يار ته ځاى وركړهدتللي يار تېرې وعدې هېرې كړه زړه راته وايي نوره ستا منمهنور به دمړو سترګو رضا نه كوومنور به دې تنګ ګوګل كې خوښ اوسمهدچا په خوښه به هوا نه كووم زړه راته وايي ډېر بې وسه شومهنورې غوښتنې او اسرې نه لرمكه مې لرلې جانان ماتې كړلېدبل طرف دتللو پښې نه لرم زړه راته وايي ته مې بيا ومنهبې له تا بل ښكلى اشنا نه لرمته راته ژاړه ته مې ساندې اورهتا
غزل
له کوره ونه وت دننه په پرده کې زوړ شو دپښتنې ښايست په توره لوپټه کې زوړ شوهغه دټول کلي ملنګ هغه بې وسه شاعر اوس يي جنډه نشته مزار يي هديره کې زوړ شودا به دوزخ ته ځي خو ته به وايه چېرته شيخه ته په جومات کې زوړ شوې دا په بت خانه کې زوړ شوپه تش ورتلو به دې نوم وشي خو ثواب دې نشي &nbsp
غزل
دګلو له مالته ښاپېرو راوړی یماوربل ته دې شینکي باد، په وزرو راوړی یمدستا دګل ځوانۍ دګلابونو بڼ کې یاره!ساته مې له خزانه پسرلو راوړی یمدمرګ استازی ګرځي، بیا دغم څپه خوره دهدر نیسه مې په غېږ کې، وسوسو راوړی یمدزنې په ګودرمې دشین خال په ځای میلمه کړهدسپینې خولګۍ تږی یم، غرمو راوړی یمزړګی دې رانه وړی دی، زما خبرې نا ورينن بیـا یې ستا درګاه ته، په پلمو راوړی یمقسم دی چې په خوب اوویښه دواړوراسره یېستا یاد ته یې لکه اوښکه په لېمو راوړی یم &nbsp
غزل
لمبه لوګی دې کړمه، مړ دې کړمهچې سپېلنی دې کړمه، مړ دې کړمهڅوک له تربور سره هم داسې نکړيخپل وم پردی دې کړمه، مړ دې کړمهمرګيه! دادې ګوره ښه ونه کړلچې ځوان زلمی دی کړمه، مړ دې کړمهژونده! خوښۍ ته دې پرېنښودمهسم دم سړی دې کړمه، مړ دې کړمهاشنا همدا به دې له وسه کېدلسوړ اسويلی دې کړمه، مړ دې کړمهکه روغ وای مرګ ته مې زړه نه ښه کاوهخو لېونی دې کړمه، مړ دې کړمهدامې په خپلې ځوانۍ نه لورېدلدرد دې کړم سوی دې کړمه، مړ دې کړمه
غزل
ستا دحسن بڼ کې ورک له مانه پام دىځکه ايښی په سکروټو مې هرګام دىښکلول داستا دشنو خالونو ګران شولراخور کړی تاپه مخ دزلفو دام دىتا ډيوې داننګو کړې ځانته بلېخو په ما باندې هماغسې ماښام دىپلوشې يې غيږ کې نيسم ورته ژاړمسپوږمۍ بياراته راوړى ستا سلام دىدپرنګ له ميخانو نه خمار راغیاوس زمونږدسادګانو دا امام دىديو مړاوي ګل په پاڼو چا ليکليدژوندون او دځوانۍ دغه انجام دىدزړګي ښار مې غمونو داسې لوټ کړپکې پاتې نه قرار او نه ارام دىدې زمونږ غازي وطن کې