غزل

نصرت الله الهام

پرته له دې به څه ژوندی وي  سړی

مينه دې وکړي که سړی وی سړی

بې اوښکوسترګې دې ړندې شی ، ړندې

بې له يادونو لېونی وی سړی

سړی ، يواځې به خپل غم کې نه وي

ځکه ، له خپل ځانه پردی وي سړی

د چا دښمن  ، دچا رقيب نه وی

د چا جانان دچا زړګی وي سړی

دا جينکۍ ورباندې ښې لګېږي

الهامه ! کله چې زلمی وي سړی